د لبنان امنیت د لویدیځې اسیا امنیت دی
(last modified Fri, 14 Aug 2020 23:44:44 GMT )
Aug 15, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • د لبنان امنیت د لویدیځې اسیا امنیت دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د لبنان امنیت د لویدیځې اسیا سیمې امنیت وباله .

هغه چې بیروت ته ورغلی دی پرون وویل ایران د لبنان له ټولو خلکو سره خپل پیوستون اعلانوي او له دوې سره مرستې ته تیار دی .

د ایران خارجه وزیر ظریف وویل اوس له لبنان سره د مرستې او ورته د اسانتیا د برابرولو وخت دی نه دا چې د تپلو او د دیکته کولو .

هغه ټینګار وکړ مونږ ټول په سیمه کښې په یوه (۱) خوله یوو چې د لبنان امنیت زمونږ امنیت دی .

 

ټیګونه