دفاعي زمینه کښې د ایران هڅې په دفاعي ستراتیژۍ ولاړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92371
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني د دفاع وزارت د بریاو د مخ کتنې په دستورو کښې وویل په دفاعي زمینه کښې د هیواد ټولې هڅې د ایران د ساتلو او د دفاعي ستراتيژۍ پراساس دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 20, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • دفاعي زمینه کښې د ایران هڅې په دفاعي ستراتیژۍ ولاړې دي

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني د دفاع وزارت د بریاو د مخ کتنې په دستورو کښې وویل په دفاعي زمینه کښې د هیواد ټولې هڅې د ایران د ساتلو او د دفاعي ستراتيژۍ پراساس دي .

حسن روحاني دغه راز د شهید قاسم سلیماني د بلاسټیک توغندي او د شهید ابومهدي کروز توغندي د مخکې کتنې او د دغو دوو(۲) توغندیو د تولید د کارخانې د تولیدولو لپاره د ایران د دفاع وزارت په قدورنې سره وویل ستر شهید قاسم سلیماني د ایران او د ټولې سیمې په خلکو حق لري او دقاسم سلیماني وفاداره ملګری  شهید ابو مهدي هم په سیمه په تیره بیا عراق کښې له داعش سره په مبارزې کښې ستر رول ولوبوه .

ایران په تیرو شپږو (۶) کلونو کښې په دفاعي صنعت کښې په نړۍ کښې له درویشتم(۲۳) مقام څخه څلورم (۴) مقام ته رسیدلی دی .