ولسمشر روحاني:
د ايټمي انرجۍ د نړيوال اژانس پېشه ورانه مقام بايد وساتل شي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د خپلواکه، بې طرفۍ او پېشه ور والي ساتنه ډېره مهمه وبلله او وې ويل، پکار دے په عامه افکارو کښې د آژانس پېشه ورانه مقام له مخکې زيات مضبوط شي.
ډاکتر حسن روحاني پرون په تهران د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس له مشر رافائل ګروسي سره په کتنه کښې وويل: د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس د خپلو فني او تخصصي دندو نه علاوه د الحاقي پروټوکولو او څارونکي سېسټم په زمينه کښې چې ايران يې په رضاکارانه توګه اجرا کوي، د برجام څو اړخيزه ايټمي موافقې او د هغې له ساتنې سره متعلق يوه مهمه ذمه واري په غاړه لري.
ولسمشر روحاني په دغه سفر کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس او د ايران د ايټمي ادارې ترمېنځ موافقې ته په اشارې سره وويل: ايران يو شمېر سرسخته دښمنان لري چې تل د تهران لپاره د مشکل پېدا کولو کوششکوي، دغه دښمنان هم ايټمي وسلې لري او هم له آژانس سره ملګرتيا نه کوي.
د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس مشر هم په دغه کتنه کښې په دغه سفر کښې د ايران له ايټمي ادارې سره په ترلاسه شوې موافقې د خوښۍ په څرګندولو سره د ايران او آژانس د ملګرتيا له مخکښې نه په لا زياتې ژورتيا او پراختيا تاکيد وکړ.
ګروسي وويل، برجام اېټمي موافقه په حقيقي معنو کښې د ټولو لورو لپاره يوه ستره کاميابي او معيار ؤ او د هغې د ساتنې لپاره آژانس ته يوه مهمه دنده ورپه غاړه شوې ده.
د ايران اسلامي جمهوريت او ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس تهران ته د رافائل ګروسي د دوه ورځني سفر په آخر کښې په يوه بيانيه کښې وويل، دواړه لوري د څارونکي سېسټم له اجرا سره اړوند د آژانس له خوا د ټاکل شويو موضوعاتو له روغ نيت سره مل هواري په اړه موافقې ته اورسېدل.