امریکا او صهیونیسټ رژیم د ناامنۍ سبب دي
Sep 14, 2020 06:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف امریکا او صهیونیسټ رژیم په فارس خلیج سیمه کښې د ناامنۍ سبب وبلل .
هغه بیګا د حکومتي چارواکو د غونډې په پاې کښې خبریالانو ته وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په زوره د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم د اړیکو عادي کول تعقیبوي .
قالیباف وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د شیطنت هڅه کوي او غواړي سیمه ناامنه کړي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د حکومتي چارواکو د ګډې غونډې په پاې کښې وویل په دغه ناسته کښې د هغو مشکلاتو چې نن سبا یې په فارس خلیج سیمه کښې لرو او د هغو دسیسو په هکله چې امریکا او صهیونیسټ رژیم د دغه سیمې لپاره پلان کړي دی خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه .
ټیګونه