په ایران کې په کروناککړ نور ۲۳۹کسان قرباني شول
په نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه شپږ دیرش میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون او دوه زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو اوه ویشت میلیون نور په درملنو پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي . بیان هم په درستې دنیا کې تر دې دمه امریکا د څه دپاسه اوه میلیون او اوه لکه ککړو او کابو دوه لکه سوه شپاړس زره قربانیانو سره د نړۍ دککړو هیوادونو په سر کې ده.
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري ننپه هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو وروستیو احصایو په باب وئيلي،د تشخصی د نړیوالو معیارونو په اساس،په تیر شواروز کې په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس نورڅلور زره نولس کسان ککړ شوي چې له دوي کابو یو زراته سوه شل ککړکسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایرن کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څلور لکه درې اتیا زره اته سوه پنځوسو تنو ته رسیدلی وئيلي دي،له بده مرغهپه تیرو ۲۴ساعتونو کې په کروناویروس نورو دوه سوه نهه دیرش ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې سره په ایران کې تر دې دمه د درستو کرونائي قربانیانوشمیراوه ویشت زره شپږ سوه شپیتو تنو ته زیات شوی دی . دهغې په وینا تر دې دمه په ایران کې په کروناککړ کابو درې لکه اوه نوي زره یوسل لس کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .