په ایران کې په کرونا ککړ نور ۲۳۰کسان قربانی شول
(last modified Thu, 08 Oct 2020 11:32:37 GMT )
Oct 08, 2020 16:02 Asia/Kabul
  •   په ایران کې په کرونا ککړ نور ۲۳۰کسان قربانی شول

په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه شپږدیرش میلیونوته رسیدلی او له دوي یو میلیون درې زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو اوه ویشت میلیون ککړ کسان ښه شوي هم دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په ایران کې د کرونائي ویروس د ککړو کسانو  د شمیر د ښودلو په وخت  ووئيل د تشخصی د قطعي میعارونو په اساس  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کوویډ-۱۹ډوله  ناروغۍ څلور زره درې سوه دوه نوي  ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي  دوه زره پنځوس ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره  چې په درست ایران کې تر دې دمه په کروناویروس څلور لکه اته اتیا زره دوه سوه شپږ دیرس تنه ککړ شوي ووئيل ، له بده مرغه په تیر شواروز کې ۲۳۰ککړ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره   تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر ۲۷زره اته سوه اته اتیاؤ ته رسیدلی دی .البته له درملنې وروسته  کابو څلور لکه ککړ کسان ښه شوي هم دي .  

ټیګونه