امریکا د ایران د ملت مقاومت نشي ماتولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93445-امریکا_د_ایران_د_ملت_مقاومت_نشي_ماتولی
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د درملو د تامینولو په لاره کښې د ستونزې او د خنډ د جوړولو لپاره د امریکا هڅه د ایران د ملت مقاومت نشي ماتولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران د ملت مقاومت نشي ماتولی

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د درملو د تامینولو په لاره کښې د ستونزې او د خنډ د جوړولو لپاره د امریکا هڅه د ایران د ملت مقاومت نشي ماتولی .

هغه پرون د ایران د مرکزي بانک له مشر عبدالناصر همتي سره په  خبرو کښې د امریکا د تهران ضد هڅو په هکله وویل د واشنګټن د حکومت اقدامات په خپلو داخلي هدفونو سره د سیاسي او د تبلیغاتي هڅو په چوکاټ کښې دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د بې نتیجې اقدامات او کړچارونه له اټومي تړون په وتلو کښې د ډونالډ ټرمپ د ستراتيژۍ د  غلطۍ دوام وباله او ویې ویل د امریکا حکومت د غلطې شننې په چوکاټ کښې باوري و چې د واشنګټن بایکاټونه د ایران د  خلکو مقاومت ماتوي او د ایران ملت له مشکل سره مخ کوي خو د وخت تیریدلو وښودله چې دغه شننه له حقیقت سره واټن لري او کارندوالی یې نه درلود .

حسن روحاني دې ته په اشارې سره چې امریکا هر ځل د ستراتيژیکو غلطیانو په تکرارولو سره له ماتي سره مخ کیږي چې ښکاره بیلګه یې د ماشه د مکانیزم د فعالولولپاره هڅه وه وویل ټول هیوادونه ویني چې د امریکا دغه اقدامات کاملا  د نړیوالو مقرراتو او قانون پرخلاف دي او د کورونا ویروس په شرایطو کښې هم د واشنګټن دغه اقدامات په بشپړه ډول د بشریت پرضد دي او په نړیوال ډګر کښې د بشري حقوقو ادعا کونکي باید دغه کار وغندي .

د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم وویل د امریکا حکومت په بیلابیلو پلمو سره د ایران د خواړو او د درملو د تامینولو لپاره د ډالرو په انتقال کښې جدي مشکلات او خنډونه جوړوي خو د مرکزي بانک ، بانکونو او د تاجرانو په هڅې او له خاصو رودوې په استفادې سره  به کمښت رامینځته نشي .