اسلامي ایران د پاکستان ترهګرې حملې وغندلې
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تیرو دوو (۲) ورځو کښې د پاکستان په کویټه او اورمړا سیمو کښې په حکومتي عسکرو ترهګرې حملې وغندلې او د دغه هیواد حکومت او ملت ته یې تسلیت ووایه .
هغه د ترهګرۍ د ټولو بڼو په مردود بللو سره د ترهګرو اقداماتو له مالي ملاتړ کونکو ، منظونکو او د ټروریسټي اقداماتو له ترسره کونکو سره په پرله پسې مبارزې کښې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په اړتیا ټینګار وکړ .
پرون د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کښې د حکومتي عسکرو د تیریدا په لاره کښې د سړک غاړې ته بم چاودنه کښې کابو شپږ(۶) عسکر وژل شوي وو.
په عین حال کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې په اورمړا سیمه کښې هم د ګازو او دتیلو د شرکت په مامورانو باندې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په برید کښې د پوځ شپږ(۶) عسکر وژل شوي وو .