جنرل عليرضا صباحي فرد:
د ايران آسمان د فوځ د هوائي دفاع سره کرښه ده
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د هوائي دفاعي ځواک قوماندان د هېواد د شمال لويديځو پولو د کتنې په موقع د ايران آسمان د هوائي دفاع سره کرښه وبلله.
جنرل عليرضا صباحي فرد پرون د هېواد شمال لويديځ پولو د کتنې په موقع وويل: د ايران په شمال لويديځ پولو کښې د هوائي دفاع اډې په هېواد کښې د ۳۷۰۰ هوائي سيمو په شان د ټولو تحرکاتو څارنه کوي.
هغه تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ هوائي دفاعي ځواک به هيڅ هېواد ته د حملې، تيري او خلاف ورزۍ اجازه ورنه کړي.
په خدا آفرين ښار کښې د ايران د ختيځ آذربائيجان صوبې پوله ايزې سيمې په يو سل پينځه دېرش کيلوميټرۍ اوږدوالي د آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا د فوځيانو ترمېنځ د قره باغ د جنګ د ليکو په ګاونډ کښې دي.
د قره باغ د لانجې د نوي پړاو له ابتداء نه تراوسه د ښکېلو خواو په لسګونو راکټونه په خداآفرين ښار کښې د ايران په خاوره غورزېدلي دي.