د امریکا خلکو هم د ټرمپ له سیاست سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94064-د_امریکا_خلکو_هم_د_ټرمپ_له_سیاست_سره_مخالفت_وکړ
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې ته په اشارې سره وویل د ډونالډ ټرمپ له ناسم او له تاوان ډک سیاست سره نه یوازې د ټولې نړۍ خلکو بلکې د امریکا ولس هم مخالفت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2020 10:53 Asia/Kabul
  • د امریکا خلکو  هم د ټرمپ له سیاست سره مخالفت وکړ

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې ته په اشارې سره وویل د ډونالډ ټرمپ له ناسم او له تاوان ډک سیاست سره نه یوازې د ټولې نړۍ خلکو بلکې د امریکا ولس هم مخالفت وکړ .

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملتیا د کمیټۍ په غونډې کښې وویل همدا اوس د امریکا د راتلونکي حکومت لپاره فرصت رامینځته شوی دی چې د تیرو وختونو غلطیانې جبران کړي او نړیوالو قواعدو ته په احترام کولو سره نړیوالو ژمنو ته د پاې بنده پاتې کیدا لارې ته ورستنه شي .

هغه ډاګینه کړه د ایران اسلامي جمهوریت تل د  ټولو ژمنو لورو لخوا په مسولانه ډول د خپلو وعدو  د رعایتولو په بڼه کښې خپلو ژمنو ته پاې بند و او دی له نړۍ سره رغنده تعامل خپله ستراتیژۍ ګڼي .

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د حکومت لخوا په تپل شوي اقتصادي جنګ کښې د ایران د ملت د مقاومت په بریالیتوب باندې ټینګار سره وویل د ایران خلکو د تپلي اقتصادي جنګ په وړاندې په خپل اتلواله مقاومت سره ثابته کړه چې د امریکا د زیات دباو سیاست په ماتي محکوم دی .

هغه ټینګار وکړ اوس وخت رارسیدلی دی چې د ایران او د ګاونډیو هیوادونو د ملګرتیا او د غږملتیا په سیوري کښې په سیمه کښې امنیت او پراختیا زیاته شي او د هیواد د اقتصادي ودې او ثبات لاره په لا زیات قوت او چټکتیا سره کچ شي .