دښمن د ایران پرضد هدفونو کښې ناکامه شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94557-دښمن_د_ایران_پرضد_هدفونو_کښې_ناکامه_شوی_دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د تهران پرضد د امریکا د زیات دباو سیاست ماتي ته په اشارې سره وویل دښمن د ایران د اقتصاد په درولو کښې خپل هدف ته په نه رسیدا غوسه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2020 11:26 Asia/Kabul
  • دښمن د ایران پرضد هدفونو کښې ناکامه شوی دی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د تهران پرضد د امریکا د زیات دباو سیاست ماتي ته په اشارې سره وویل دښمن د ایران د اقتصاد په درولو کښې خپل هدف ته په نه رسیدا غوسه دی .

هغه وویل د  دښمن بایکاټونو که څه هم د هیواد په اقتصاد او د خلکو په ژوند او معیشت باندې اغیز کړی دی خو دښمن اقتصادي جنګ او د بایکاټ لپاره انځور کړی شوي اصلي هدف ته چې د ایران د اقتصاد له مینځه وړل وو ونه رسید او په قدرت سره اعتراف کولای شو چې د بایکاټونو اغیزونه شنډ شوي ډي .

د ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د غه ستر بریالیتوب د غوره شویو تدبیرونو او سیاستونو او دایران د ملت د مقاومت په سیوري کښې لاس ته راغلل وویل خلک ډاډمن دي چې اقتصادي مقاومت نتیجه ورکړي ده او بایکاټ لګونکي هیوادونه مجبوره دي خپله لاره پریږدي او په همدې وجه د راتلونکو په هکله اټکلونه مثبت شوي دي او اقتصادي کړچارونه په بیلابیلو بازارونو کښې همدغه چاره په ګوته کوي .