د دښمن هر اقدام ته پریکنده او پیاوړی ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95169-د_دښمن_هر_اقدام_ته_پریکنده_او_پیاوړی_ځواب_ورکوو
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي وویل د دوښمن هر عمل ته په متقابل ، پریکنده او مستحکم ګوزار سره ځواب ورکوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 11:34 Asia/Kabul
  • د دښمن هر اقدام ته پریکنده او پیاوړی ځواب ورکوو

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي وویل د دوښمن هر عمل ته په متقابل ، پریکنده او مستحکم ګوزار سره ځواب ورکوو .

حسین سلامي نن د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د لومړۍ (۱)کلیزې په مناسبت په بوموسي جزیرې کښې له دیره عسکرو  سره په کتنې او د پوځي تجهیزاتو او سامانونو د لیدو په وخت وویل سردار سلیماني دوښمانان د اسلامي دنیا د سیاسي نقشې په بدلولو کښې ناکامه کړل او د امریکا او دصهیونیسټ رژیم په تیره بیا له داعش او تکفیري ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر کښې یې د اسلامي امت د دوښمانانو جبهې ته ښکاره ماتي ورکړې .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي په دغه کتنې کښې د درې (۳)ګوڼه جزیرو په  تیره بیا د بوموسی جزیرې په دفاع کښې د سپاه پاسداران د سمندري سټراتیژۍ په هکله وویل د بوموسی ، کوچني تنب او ستر تنب جزیرې له سیمې ورهاخوا دوښمانانو سره په مقابلې کښې زمونږ ددفاعی ملاتړ او د ملي خپلواکۍ نه جلاکیدونکي برخې دي .