روحانی:
ایراني ولس استبداد او استعمار ته ماته ورکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایراني ولس په مقاومت او یوموټی والې سره استبداد او استعمار ته ماته ورکړه.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د ایران ولسمشر حسن روحانی د اسلامي انقلاب د فجر د لسیزي د رارسېدو سره سم وویل: ایراني ولس په یوموټی والې او مقاومت سره هم استعمار او استبداد ته ماته ورکړه او هم شاه او امریکا یې له هیواده ووایستل.
د ایران ولسمشر د اسلامي انقلاب پېښه په تاریخ کې بې سارې وباله او زیاته یې کړه: پسله زرګونو کلونو د ایران ولس د باچاهۍ زړېدلې نظام نسکوره او پر ځای یې یو اسلامي ولس سالار نظام جوړ کړي.
د سلوغۍ ۱۲ ایران ته د اسلامي انقلاب د بنسټ ایښودونکی حضرت امام خمینی ره د تبعید د ختمېدو او د راتګ ورځ ده چي د ولس د بې ساري هرکلی سره مخ شوه دغه کلیزه اوس هم په شوق سره هر کال لمانځل کیږي.