د ايران ډېپلومېسي ادارې د روسيې په خارجه وزارت اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96234-د_ايران_ډېپلومېسي_ادارې_د_روسيې_په_خارجه_وزارت_اعتراض_وکړ
د ايران د خارجه وزارت وياند د روسيې د خارجه وزارت لخوا د فارس خليج په اړه د جعلي نوم په استعمالولو اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2021 00:58 Asia/Kabul
  • د ايران ډېپلومېسي ادارې د روسيې په خارجه وزارت اعتراض وکړ

د ايران د خارجه وزارت وياند د روسيې د خارجه وزارت لخوا د فارس خليج په اړه د جعلي نوم په استعمالولو اعتراض وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده په ټوئيټر کښې په عربۍ ژبه د روسيې د خارجه وزارت په سرکاري اکاونټ کښې د فارس خليج په اړه د جعلي اصطلاح د استعمال په باره کښې وويل، ايران د دغې موضوع په اړه په سرکاري توګه اعتراض کړے دے.

هغه زياته کړه، په ماسکو کښې د ايران د سفارت له لارې د روسيې خارجه وزارت ته يو احتجاجي يادښت وړاندې کړے شوے دے.

وی افزود: از طریق سفارت ایران در مسکو، یادداشت اعتراضی به وزارت خارجه روسیه ارائه شده است.