د اروپا او امريکې اقدامات د ايران او آژانس د موافقې لپاره يو خطر
(last modified Sun, 28 Feb 2021 08:42:08 GMT )
Feb 28, 2021 13:12 Asia/Kabul
  • د اروپا او امريکې اقدامات د ايران او آژانس د موافقې لپاره يو خطر

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن د امنيتي کمېټۍ مشر تاکيد وکړ، د اروپا او امريکې اقدامات د ايران او د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د موافقې لپاره يو خطر دے.

عباس ګلرو نن له ايران پرېس سره په مرکه کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو په شورا کښې د ايران په خلاف د امريکې د هلو ځلو په باره کښې وويل، دا امريکه ده چې له برجام وتلې دهاو پکار دے د ايران په خلاف د ټولو بنديزونو په لغو کولو سره برجام ايټمي موافقې ته راستنه شي.

ګلرو په  دې باندې په تاکيد سره چې د بنديزونو د ختمولو لپاره د سټراټيجک اقدام قانون پکار دے اجرائي شي زياته کړه، د لويديځ په تېره بيا د امريکې دوه اړخيزه لوبه معنا نه لري او د ايران د اسلامي شورا جرګه ټينګه ولاړه ده او له دې نه علاوه چې د ايران ګټې پکار دے پوره شي مقابل لورے هم پکار دے په خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه تاکيد وکړ، د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس مشر رافائل ګروسي پکار دے هېوادونه توجيه کړي او د هغه تخريبي بهير مخه ونيسي کوم چې د اروپائي هېوادونو او امريکې لخوا شروع شوے دے.

 

 

ټیګونه