له زيات نه زيات دباو او ګواښ څه نتيجه ونه لرله
(last modified Wed, 10 Mar 2021 01:06:15 GMT )
Mar 10, 2021 05:36 Asia/Kabul
  •  له زيات نه زيات دباو او ګواښ څه نتيجه ونه لرله

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، د دښمن له زيات نه زيات دباو او ګواښ څخه نتيجه ونه لرله.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون د روان هجري نمريز کال د کلتوري انقلاب د عالي شورا په وروستۍ غونډه کښې وويل، نن خپله بنديز لګونکي په واضحه توګه اعتراف کوي چې له زيات نه زيات دباو او ګواښ يې څه نتيجه ونه لرله او يو غلط کار ؤ.

هغه زياته کړه، د خلقو په مقاومت او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لارښونوسره مو دغه سختې ورځې تېرې کړې.

هغه وويل، د ايران بائيکاټونکي او محاصره کونکي نن په خپلې ماتې باندې له اعتراف نه علاوه د وتلو لار د اقتصادي جنګ له شروع کولونه مخکې لارې ته ستنېدل معرفي کوي.

ډاکټر روحاني تاکيد وکړ، په تېر کال کښې د کورونا په خپرېدو سره حتی هغه ترقي پافته هېوادونه چې هيڅ بنديز يې هم نه لرۀ د وسائلو او سامانونو په پوره کولو او وېشلو کښې له مشکل سره مخامخ شول، خو د ايران اسلامي جمهوريت په ټينګو ګامونو سره هم د کورونا د خپرېدو او هم د هر اړخيزو دباونو او بنديزونو مديريت وکړ.

هغه همدارنګ زياته کړه، ايران د دښمنانو د هيلې په اپوټه نه يوازې د د سختيو په وړاندې په ګونډو نه شو بلکه د هېواد د ترقۍ لار يې هم مخ په وړاندې بوتله.

 

 

ټیګونه