تیر لمریز کال ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې تیر لمریز کال ته د کتنې د لړۍ په ننني مطلب کې په تیر کال کې د امریکا د زیاتره دباؤ په مقابل کې د تل پاتې او مقاومت د کال په باب د اسلامي انقلاب د معظم لارښود دلیدتوګو په باب درسره غږیږو ،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانو د اسلامی انقلاب یوه مهمه ځانګړنه د سلطې د نظامونو په وړاندې د نه تسلیمیدا روحیه ده چې له دغه ولسی انقلاب سره د استکباري قدرتونو د درستو دښمنیو لامل شوې ده .
۱۳۹۹لمریز کال له دې نظره د ایران لپاره د هغو دښمنانو دجبهې په مقابل کې لویه آزموینه وه چې د اسلامی نظام په مقابل کې ئې صف بندي کړې ده او د دوي موخه ،د ایران دملت د مقاومت سره دړې وړې کول دي .
دغه تل پاتیکیدا ښودلې ده چې د ایران ولس له ډيرو اقتصادي سختیو او تنګڅو سره سره سرزورو ته نه تسلیمیږي.د سیمه ایزو بدلونونو په ډګر کې د ایران اغیرشیندونکي شتون هم ښودلې ده،چې ایران منزوي نه دی او په قدرت سره د خپلو حقوقو او همداراز د مظلومو ملتونو دحقوقو دفاع کوي .
تیر لمریز کال له دې نظره،له دغو مهمو پيښو په ټيټوهسکو سره تیر شو د ایران ملت په مقاومت او صبرسره له دغوسختو آزمیښتونو او شپو ورځو تیرشوی چې د یوه لوي ملت د استقامت او عظمت ښنه ده.
۱۳۹۹لمریز کال د کروناویروس دخوریدا او د بندیزونو د دباؤنو له امله له ډيرو سختیو او ترینګلتیاؤ سره یو ځاي ؤ،خو د سختیو او بحرانونو ترڅنګ ئې ډيرې هیلې او بریالیتوبونه هم درلودل .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په هغه کال کې چې تیر شوی،په ډير لرلید او د ملی،سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو او مشکلاتو په نسبت په هراړخیز نظرسره او د دښمن د دسیسو او د دښمن په بشپړ پيژندګلوۍسره، په مختلفو وختونو کې حکیمانه او عالمانه او کارنده لارښونې کړي دي.
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي د اسلام دګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص)او دحضرت امام جعفرصادق(ع) دنکیمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت په ټيلیویژني او ژوندۍ وینا کې د امریکا د زیات غوښتنو په مقابل کې د کلکې دریدا عاقلانه سیاست ته په اشارې سره،د ایران له اسلامی نظام سره د امریکا د دښمنۍ اصلي علت ، د دوي د سلطې د په رسمیّت نه پيژندل او د ظالمانه سیاستونو پيټي نه وړل بللي او ټينګار ئې کړی؛ دغه دښمنۍ به دوام ومومي او دغو دښمنیو د لیریکیدا او له مینځه وړلو یوازینۍ لاره داده چې مقابل لوری له دې تصوراو خیاله چې د ایران ملت اوحکومت ته اساسی تاوان ورسوي، مایوس او نهیلی شي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي،د دښمن مایوس کیدا،د حقیقي قدرت د آوزارونو له پياوړي کیدا او لا قدرتمنیدا سره تړلې او وئيلي ئې دي ؛ البته د ایران ملت واقعا او انصافا د مشکلاتو او دباؤنو په وړاندې په ښه ډول مقاومت کړی دی ، خو د لاقدرتمنیدا لپاره ، مسئولان باید د اقتصاد ،امنیت او کلتور په درو برخو کې لازیات جدي او زیات خوځښت ولري . دوي داقتصاد مقولې په باب هم ټینګارکړی،د اقتصاد په زمینې کې هیڅکله هم باید بهر ته ونه کتل شي ،البته دا له بهر سره دارتباط د نه درلودلو په معنا نه ده ، بلکې باید له بهر سره ارتباط ولرل شي ،خو په داخل کې باید مشکلاتو په درملنې پسې شو او یوه اصلي حل لاره هم دداخلی تولید زیاتول دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قوماندانانو او پرسنلو سره په کتنې کې هم پخپلې وینا کې د سلطې د نظام په وړاندې د ایران نه تسلیمیدا او دامریکا دزیاتره دباؤ دسیاست بې تردیده ماتې ته په اشارې سره ، د امریکاد زیاتره دباؤ سیاست ، یو ماته خوړلی او بې هدفه سیاست بللی او فرمائيلي ئې دي ؛ امریکایانو خیال کاوۀپه زیاتره دباؤ په تمرکز په تیره بیا په اقتصادي زمینې کې ، ایران نرمښت او په ګونډو کولی شي ، خو پخپله په مشکلاتو او ترینګلتیاؤ کې ښکیلل شول .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د اسلامی جمهوریت داقتدار او عزت د لارې په دوام په ټينګار سره وئيلی دي؛سلطه ګر د دوي په وینا،غواړي،ایران په یوه عادي هیواد،یعني د سلطې د نظام له لارو چارو سره په سمون خوړونکي هیواد بدل شي،خو اسلامی جمهوریت له هماغه پیله دسلطې له نظام سره کلکه مقابله کړې ده او له دې وروسته به هم هیڅکله هم نړیوالو سرزورو ته تسلیم نشي او له سلطه ګرو سره به په انقلابي روحیې او د مقابلې لارې ته په چورلټ ډول دوام ورکړي . :::
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د خپلې وینا په جمع بندۍ کې وئيلي دي ، له هرپلوه چې د استکبار او کفر له دنیا سره د ایران دملت اوسنۍ مخامخیدنې ته فکر وکړل شي ، نهائي بریالیتوب د ایران د ملت دی او په قرآن کریم کې د الهی ژمنې په اساس او همداراز د اسلامی انقلاب څلویښت کلنې تجروبې په اساس،د ایران ملت به دخدا وندمتعال په مهربانۍ او مرستې سره د یوه سټراټژيک بریالیتوب خاوند شي .
دوي همداراز له مشکلاتو او سختیانو سره د مخامخیدا په باب په یولړ نورو څرګندونو کې هم فرمائيلي دي ؛ پر روحیې سره پر سختیانوغلبه کول ورڅخه تیریدل د یوه ملت د قدرتمنیدا او داعتبار او اقتدار دترلاسه کولو سبب دي .هماغه شان چې د ایران ملت تر دې دمه په دغه ډول سره پر مشکلاتو غلبه کړې او له دې وروسته به هم همداسې وکړي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز فرمائيلي دي ؛ د ایران په ضد بندیزونو،تردې دمه د تاوانونو ترڅنګ زیاتې ګټې هم درلودلی او مونږ ئې اړ کړي یوو چې د داخلی امکاناتو له لارې د ژوند دضرورتونو او او د هیواد اړتیاؤ د پوره کولو په فکر کې شو چې ان شاا... دا ډیر ګټه حرکت به دوام ولري .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې هم د راتلونکي د لرلید په انځورولو سره موخې مشخصې کړي او هغې موخې ته درسیدا لاره چې د ماډرن اسلامی تمندن تحقق دی،ډول ډول دیني،کلتوري ،اقتصادي ،پوځي او سیاسی اړخونه ئې بیان کړي دي .
دوي همدراز د اسلامی انقلاب د دوهم ګام داعلامیې په یوې برخې کې فرمائيلي دي؛نړیوال ډګر،نن سبا دهغو ښکارندو شاهد دی چې تحقق ئې موندلی یا د ظهور په درشل کې دي،د امریکا او صهیونیزم او امریکا دسلطې په وړاندې دمقاومت د بیلګې په اساس د اسلامی ویښتیا غورځنګ نوی خوځښت ،په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا د سیاستونو ناکامي او په سیمې کې د دوي د خاینو متحدانو راپرځیدل ، په لویدیځي آسیا سیمې کې د ایران داسلامی جمهوریت قدرتمند سیاسی شتون پراختیا او د سلطې په عمومي نړۍ کې ئې د پراختیا انعکاس او ځیني نور خوځښتونه او بریالیتوبونه، د اسلامی جمهوري نظام دعزت د مظاهرو ځیني برخې دي چې د جهادي مدیرانو له حکمت او شجاعت پرته نه ترلاسه کیږي .
دا ستر بدلون د اسلامی انقلاب د ژوندي کیدا او خوریدا نښه ده چې هیڅکله هم منزوي شوی نه دی او په شجاعت او میړانې سره د سرزورو او دړه مارو په وړاندې دریدلی او دمظلومانو او مستضعفانو څخه ئې دفاع کړ ې ده .
هماغه ډول چې داسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې هم ورته اشاره کړې ده،سیمه او نړۍ د؛اسلامی ویښتیا د غورځڼګ دخوځښټ ؛ په یوه نوي روح سره مخامخ شوې ده او دا نوي څپه د دوو شیانو محصول او نتیجه ده،یو د لویدیځي قدرتونو او له دوي سره د اړونده په ظاهره د مسلمان ځواکونو په وړاندې د مقاومت حیرانونکی بریالیتوب او بل هم په سیمې کې د امریکا او ددوي د خاینو متحدانو او ملګرو ناکامي :::
بې شکه له مشکلاتو څخه دتیریدا یوازینۍ لاره پیاوړي کیدل دي او د ایران ملت پر خپلو توانمیو باندې په تکیې سره په ۱۳۹۹لمریز کال کې د پیاوړي کیدا او پرمختګ لاره په ځلانده بریالیتوبونو سره کچ کړې ده .
هغه څه چې په دغو پیښو او بدلونونو کې تل مهم او ټاکونکي دي ، د دباؤنو او مشکلاتو په وړاندې نه تسلیمیدل دي .
دغه ځانګړنې د اسلامی جمهوری نظام د عزت د مظاهرو یوه برخه ده چې د جنایتکارې امریکا له درستو بندیزونو اودسیسو سره سره د سرښیندونکي او متخصص ځواک باندې په تکیې سره او شجاعت او همت سره ، پوره شوې ده او په بیلابیلو ډګرونو کې د ایران د ملت د عزت او درنښت د زیاتیدا لامل شوې ده .
هغه مهم ټکی چې په ۱۳۹۹لمریز کال کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په لارښونو کې پرې ټينګار شوی،په اقتصادي او پوځي ډګرونو کې داقتدار دساتلو په ضرورت ټينګار دی . دوي په یولړ څرګندونو کې تیرو تجروبو ته په اشارې سره وئيلي دي ؛ دخلکو د مشکلاتو دختمولو او د هیواد دراتلونکي دسمولو لپاره د ځینو بهرنیو اوغولیدلو لورو په ژمنو اعتماد ونه کړئ ،ځکه دا د ښو ژمنې نه ،بلکې د اشرارو ژمنې دي ، ددې په ترڅ کې چې دښمنیانې هم باید له یاده ونه باسئ .
له دې نظره ، د تولید د ټوپ وهنې او غورځنګ د شعار ټاکل او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویناؤ او پیغامونږ ، په ۱۳۰۰لمریزکال کې د ایران د ملت په وړاندې روښانه افق انځور کړی څو وښئ چې د ایران ملت د دښمنانو د خباثت او دښمنۍ په وړاندې په تل پاتیکیدا او کلکې دریدا کې خپل قدرت او هیّبت او عظمت نندارې ته وړاندې کړي . د ایران ملت په هڅو ،زیار او سرښیندنې سره او په عین حال کې له خپلو داخلی ظرفیّتونو څخه په استفادې سره توانیدلی ، له خنډونو اوپيچلتیاؤ تیر شي او په چورلټ ډول به د کرونائي بحران له ترینګلتیاؤ هم په بریالیتوب سره تیر شي .
(سیماب)
**************************************************************************************************************************************************************************