د ايران ملت په اقتصادي جنګ کښې کامياب شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97604-د_ايران_ملت_په_اقتصادي_جنګ_کښې_کامياب_شو
د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: دښمن په اقتصادي جنګ کښې ماتې اوخوړه او د ايران ملت بريالے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2021 09:32 Asia/Kabul
  •  د ايران ملت په اقتصادي جنګ کښې کامياب شو

د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: دښمن په اقتصادي جنګ کښې ماتې اوخوړه او د ايران ملت بريالے شو.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي نن د بسيج د تربيتي شبکې د استادانو په څلورمه غونډه کښې تاکيد وکړ، دښمن په اقتصادي جنګ کښې ماتې خوړلې ده.

هغه زياته کړه، د ايران ملت په شريفانه توګه صبر وکړ او د دښمن د غږ انګازه نه شو او دښمن ته يې څه اهميت ورنکړ.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان په دې باندې په تاکيد سره چې نن مونږ زياتې ماډرن وسلې لروووويل،په وسلو او سازوسامانونو سنبال يوو او هغه هم د هغه قوت چې دښمن يې لري.

جنرل سلامي همدارنګ وويل: دښمن په اصل کښې مېنځ تشے دے خو په ظاهره ځان غټ ښئي.