د ايران او پاکستان ترمېنځ ګډ سمندري مشقونه
(last modified Tue, 06 Apr 2021 06:44:49 GMT )
Apr 06, 2021 11:14 Asia/Kabul
  • د ايران او پاکستان ترمېنځ ګډ سمندري مشقونه

د ايران د فوځ د سمندري ځواک د امامت وړومبۍ سيمې د درستيزولۍ مشر وويل: د ګډو سمندري مشقونو لپاره د پاکستان د سمندري ځواک د بېړيو رالېږل شوې ډله د فارس خليج په اوبو کښې د عمان سمندر کښې له بندر عباس څخه د مشقونو سيمې ته لاړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې د دغو ګډو مشقونو وياند د وړومبۍ درستيزوالۍ کپتان رضا شېباني د دغو سمندري مشقونو مقصد د جنګي توان وده او د ايران او پاکستان د سمندري ځواکونو ترمېنځ د فوځي اطلاعاتو او ټېکنالوجۍ تبادله وبلله او وې ويل:  دغه مشقونه په سيمه کښې د پائېدارې صلحې او امنيت د رامنځته کولو او په هوائي او سمندري نقل او انتقالاتو مشتملو ګډو سمندري عملياتو او د دواړو ځواکونو د کارکنانو په ګډون سره د پاسېکس ګډو عملياتو د ترسره کولو په خاطر  د سمندري قوت د نندارې لپاره ترسره کيږي.

هغه په دغه سټراټيجکه سيمه کښې د سمندري قوت د خاوندانو د يووالي او ملګرتيا اهمتيت ته په اشارې سره زياته کړه، د سيمې د هېوادونو لخوا د امنيت رامنځته کول به د امنيت د پراختيا او بالاخره د نړيوال تجارت د ودې سبب وګرځي.

د پاکستان د فوځ د سمندري ځواک د بېړيو ډله د تېر خالي د ورځې له ماسپښينه مخکې په بندر عباس کښې د ايران د فوځ د سمندري ځواک د امامت په وړومبۍ سيمه کښې لنګر واچوۀ.

 

ټیګونه