د ويانا خبرې اترې؛ د خنډونو ترڅنګه پرمختګ
(last modified Wed, 28 Apr 2021 09:57:17 GMT )
Apr 28, 2021 14:27 Asia/Kabul
  • د ويانا خبرې اترې؛ د خنډونو ترڅنګه پرمختګ

د ايران اسلامي جموريت له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو او په دغه موافقه کښې د اروپائي لورو د ژمنو نه اجرا کېدو په ردعمل کښې «د ايران د ملت ګټو د ساتلو او بنديزونو د ختولو لپاره سټراټيجک اقدام» د قانونو په اجرا کولو سره په دې لړ کښې يو شمېر تلافي کېدونکي اقدامات ترسره کړي دي.

په عېن حال کښې د ايران مقصد د يواعتماد جوړونکي سند په توګه د برجام ايټمي موافقې ساتنه ده. په همدې تګلارې سره د ايران او څلور جمع يو ډلې د مديرانو او سياسي مرستيالانو په سطح د برجام د ګډ کمېشن غونډه او همدارنګ د کارپېژاندو غونډه په ويانا کښې روانه ده.

د ويانا د خبرو اتور د کار او هدف پروګرام څرګند دے. د امريکې بنديزونه پکار دے ټول ختم کړې شي او راستي آزمائنه يې اوشي او له دې مرحلې وروسته ايران چمتووالے لري چې خپل تلافي کونکي اقدامات اودروي او برجامي ژمنو ته راوګرځي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي پرون په ويانا کښې د برجام ايټمي موافقې د ګډکمېشن د غونډې له ختمېدو وروسته دغه ټکي ته په اشارې سره له پرېس ټي  وي سره په مرکه کښې وويل: هغه ټول بنديزونه چې د برجام ايټمي موافقې له جرائي کېدو وروسته لګېدلي دي که هغه د اوباما په دروه کښې دي او که د ټرمپ په دوره کښې دي پکار دے ختم کړې شي.

هغه همدارنګ د ايټمي او د بنديزونو د ختمولو په دوو کار ډلو کښې د پرمختګ خبر ورکړ؛ دغه کار ډلې به ليکلو ته واردې شي.

عراقچي په عېن حال کښې د ګډ کمېشن د دريمې کار ډلې په اهميت باندې په تاکيد سره چې نن يې په وياناکښې کار شروع کړے دےوويل: د دغې کار ډلې دندې د راستي آزمائنې او د وخت د مودې د څه رنګوالي له څېړنې نه علاوه به د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره  د ټولو لورو اقدامات او د هغو مهال وېش ټاکل وي.

د ايران د خارجه وزير د مرستيال له څرګندونو دا مطلب اخېستې شوو چې خبرې اترې د قبول وړ نتيجو ته نزدې شوې دي، خو پکار نه دے  خبرې اترې له حده زياتې اوږدې او ستومانه کونکې شي. تجربې ښودلې ده چې د خبرو اترو لپاره خبرې اترې د برجام د کار د غوټې له پرانېستې سره هيڅ مرسته نه کوي.

په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د ايران دائمي استازي او سفير کاظم غريب آبادي تېره هفته په دې لړ کښې وويل: د ايران د مذاکراتي ټيم دريځ هغه اصول دي چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا په دې لړ کښې د نظام د سياست په توګه ټاکل شوي دي.

د برجام ايټمي موافقې په اړه د ايران دريځ روښانه، بې له څه حاشيې او په دغې موافقې کښې د ايران له حقوقو سره سمون خوري. نو ځکه د برجام احياء کول د ټولو بنديزونو له لرې کولو نه بغېر څه بله لاره نه لري. د ايران په خلاف د تقريباً يو سل شپږ سوه بنديزونو د زوړند حالت کښې راوستل يو داسې اصلي ګام دے چې پکار دے د امريکې لخوا اوچت  شي.

د اروپائي اتحاديې د بهرنی سياست د مشر مرستيال انريکه مورا د ويانا د خبرو اترو له بهيره په خپله جاجونه کښې باوري دے چې اوس جزئي کارونو ته ډېر ضرورت دے. هغه د خبرو اترو د کاميابۍ کنجي په دې ټکي کښې ګڼي چې ټول لوري برجام ته دامريکې د ستنېدو او په ايټمي موافقې د دغه هېواد د پابندۍ غوښتونکي دي.

دغو مسائلو او تېرو چلندونو ته په پام سره د خبرو اترو د نتيجې دقيقه جاجونه هم هغه شان ګرانه ښکاري. هغه لار چې په ويانا کښې تعقيبيږي، په داسې حالاتو کښې نتيجې ته رسېدې شي چې د مقابلې لوري لخوا يوه مضبوطه اراده شتون ولري. هغه څه چې د ويانا د خبرو اترو د کاميابۍ لپاره ټاکونکي دي، د مقابل لوري لخوا په برجامي قولونواو وعدو کښې له لاسه تللي اعتماد د بحالولو لپاره عملي اقدامات دي.

-----------

 

ټیګونه