په ويانا کښې د ايران او څلور جمع يو ډلې صلاح مشورې دوام لري
(last modified Fri, 30 Apr 2021 10:47:08 GMT )
Apr 30, 2021 15:17 Asia/Kabul
  • په ويانا کښې د ايران او څلور جمع يو ډلې صلاح مشورې دوام لري

په ويانا کښې په مختلفو سطحو او مختلفو عنوانونو سره د ايران او څلور جمع يو ډلې خبرې اترې روانې دي.

د اېرنا د رپوټ له مخې پرون د شورو په ورځ د ايراني مذاکراتي ټيم د مشر سيد عباس عراقچي او د دريو اروپائي هېوادونو د پلاو د مشرانوترمېنځ څلور اړخيزه ليدنې  کتنې  اوشوې.

سيد عباس عراقچي او د اروپائي اتحاديې د بهرنيو خدماتو د سرويس مرستيال مشر نريکه مورا هم ليدنې کتنې او خبرې اترې کړې دي.

له دې نه علاوه د سيد عباس عراقچي او د آسټريا د خارجه تر مېنځ هم کتنه اوشوه.

چې نن د جمعې په ورځ هم د مختلفو کارډلو د متنونو د څېړنې لپاره خبرې اترې دوام لري.

د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د خبرو اترو دريم پړاو د تېرې نهې له ورځې څخه په ويانا کښې شروع شو او په دغه غونډه کښې ګډون کونکو د خبرو اترو په بهير کښې د چټکتيا په ضرورت تاکيد وکړ.

همدارنګ د ايران د خارجه وزارت د اعلان له مخې د امريکې د حکومت استازي د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن په غونډه کښې په مستقيمه او غېر مستقيمه توګه شتون نه لري او نه به ورسره خبرې اترې اوشي.

 

ټیګونه