په ملګرو ملتو کښې د ايران د استازي مرستياله:
بنديزونو د خلقو د ژوند حق په نښه کړ دے
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د دائمي استازي مرستيال پرون د ترقۍ په حال کښې هېوادونو په خلاف د غېرقانوني او ناروا بنديزونو د ختمولو لپاره د نړيوالې ټولنې د فوري او موثره اقدام غوښتنه وکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې مېرمن زهرا ارشادي د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د سائنس، ټېکنالوجۍ او ايجاداتو د ټولنې په شپږمه کلنۍ غونډه کښې د ترقۍ په حال کشې هېوادونو په خلاف غېرقانوني او ناروا بنديزونه له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره يو غټ خنډ وبلۀ او وې ويل: يو اړخيزه مسلط شوي اقداماتو د عامه خلقو د ژوند او سلامتيا حق په نښه کړے دے.
مېرمن ارشادي په دغه غونډه کښې زياته کړه: نړيواله ټولنه پکار دے د ترقۍ په حال کښې هېوادونو په خلاف د غېرقانوني او ناروا بنديزونو په خلاف د هر ډول مسلط شوي يو اړخيزه اقداماتو د ختمولو لپاره فوري او موثره اقدامات وکړي ځکه چې دا ډول نه توجيهېدونکي اقدامات چې د ملګرو ملتو د منشور او د نړيوالو حقوقو د بنيادي اصولو خلاف دي په هېوادونو کښې د اقتصادي او اجتماعي ترقۍ مخه نيسي.