-
سپاه پاسداران ځواک: دښمن د رواني جنګ له لارې د ملي ثبات د وروست کولو هڅه کوي
Aug 31, 2026 11:24پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران استخباراتي ادارې وویل:دښمن د رواني جنګ له لارې د ملي ثبات د وروست کولو کوشش کوي.
-
د ایران پوځ د امریکا په المنهاد پوځي اډې د بې پایلوټه الوتکو برید وکړ
Aug 31, 2026 10:44پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په متحده عربي اماراتو کښې په المنهاد پوځي اډې کښې د امریکا د ځواکونو او د هیلي کوپټرونو د دیره کیدا پرځاې د بې پایلوټه الوتکو یرغل وکړ.
-
سردار محبي: دښمن به د خپلې غلطې محاسبې بیه پرې کړي
Aug 31, 2026 09:03پارس ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، حسین محبي، د ایران په جنوب کې د لارک ټاپو پر وړاندې د امریکا د تېري په غبرګون کې ټینګار کړی چې دښمن به په اقتصادي او پوځي دواړو برخو کې د خپلې غلطې محاسبې بیه پرې کړي.
-
ایران: د لارک پر ټاپو د امریکا برید د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض دی
Aug 31, 2026 08:57د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د پوځي برید په غبرګون کې ویلي، امریکايي ځواکونو د وږي په اتمه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په نقضولو سره د لارک ټاپو پر ځینو برخو برید کړی چې له امله یې د دغه هېواد یو شمېر سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او عامه او شخصي شتمنیو ته هم زیان اوښتی دی.
-
د اماراتو «المنهاد» امریکايي اډه د ایراني پوځ د بېپیلوټه الوتکو هدف وګرځېده
Aug 31, 2026 08:39د ایران اسلامي جمهوریت پوځ د اماراتو په «المنهاد» اډه کې د امریکايي ځواکونو د چورلکو او سرتېرو د ځای پر ځای کېدو سیمې د برید کوونکو بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.
-
د هرمز تنګي پر سر یوه امریکايي MQ-9 بېپیلوټه الوتکه نسکوره شوه
Aug 31, 2026 08:02د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې ویلي، نن سهار وخته د دغه ځواک د هوايي دفاعي ځواکونو د توغندیزو بریدونو په پایله کې یوه اوږد واټنه امریکايي MQ-9 بېپیلوټه الوتکه د هرمز تنګي پر سر په نښه او د فارس خلیج نیلي اوبو کې ولوېده.
-
پزشکیان: جګړه نه غواړو، خو د هر ډول تېري پر وړاندې به پرېکنده ځواب ورکړو
Aug 31, 2026 07:39د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان قرغزستان ته تر روانېدو مخکې ویلي، ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي او تېري کوونکو ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
-
دریادار ایراني: د شهیدانو په هماغه روحیه له ایران څخه دفاع کوو
Aug 31, 2026 05:08پارس ټوډی – د ایران د پوځ د سمندري ځواکونو قوماندان امیر دریادار شهرام ایراني وايي، د دغه هېواد سمندري ځواک ژوندی، فعال او پیاوړی دی او پرسونل یې د شهیدانو په هماغه روحیه خپلو ماموریتونو ته دوام ورکوي او د ایران د دفاع او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره له هېڅ هڅې ډډه نه کوي.
-
سپاه: په اردن کې د امریکا د «ملک حسین» او «الازرق» هوايي اډو کې د دښمن د جنګي الوتکو ځایونه په نښه شول + ویډیو
Aug 31, 2026 05:01د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې ویلي، د ایران د هوافضا ځواک د لارک ټاپو باندې د امریکا او اسرائیلو د هوايي برید په ځواب کې، په اردن کې د «ملک حسین» او «الازرق» پر دوو امریکايي هوايي اډو بالستیک توغندي ویشتلي دي.
-
د ایران د اوږدو قدونو والیبال لوبغاړو اتلولي وګټله؛ سرلشکر وحیدي: «موږ کولی شو» مو تعبیر کړ
Aug 30, 2026 11:42پارس ټوډی – د ایران د ځوانانو د والیبال د اوږد قد لرونکو لوبغاړو د فرانسې لوبډلې په ماتولو سره د ۱۷ کلنو کم عمره والیبال نړیوالو سیالیو اتلولي خپله کړه.