-
کاظمي قمي: په افغانستان کې د کډوالۍ جبري شرایط امریکا رامنځته کړي
Feb 25, 2024 10:43د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په دغه هېواد کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال مېشت دي او د افغانانو د جبري کډوالۍ اصلي مسؤله امریکا ده.
-
ایران: د تحصیلي بورسیو د ورکړې برخه کې افغانستان سره همکاري کوو
Feb 25, 2024 09:53په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشه روح الله حسیني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري له مرستیال سعدالدین سعید سره کتلي دي.
-
د ایران او قطر ترمنځ د طبي همکاریو پراختیا
Feb 25, 2024 09:48د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر وایي، د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د روغتیايي همکاریو پراختیا او قطر ته درمل صادر کړي.
-
د ایراني ځواکونو په برید کې د جیش الظلم ترهګرې ډلې د یو مشر وژل کېدل
Feb 25, 2024 09:17د ایران د امنیتي ځواکونو په یوه برید کې د "جیش الظلم" ترهګرې ډلې یو مشر وژل شوی دی.
-
د حضرت امام مهدي علیه السلام زوکړه دې پر تاسو مبارک وي
Feb 25, 2024 00:38زمونږ خبریال راپور راکړی نن د څوارلس سوه پینځه څلویښتم(۱۴۴۵) هجري قمري کال د شعبان د میاشتې پینځلسمه(۱۵) او د دوه زره څلرویشتم(۲۰۲۴) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځویشتمه(۲۵) نیټه ده چې د دنیا د شیعه مسلمانانو د دولسم امام حضرت مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري.
-
په ایران کې د انفلیشن له کمښت سره په یووخت اقتصادي وده
Feb 24, 2024 12:01د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې چې د نړۍ د اقتصادي نظریه راپور تر سرلیک لاندې خپور شو، د پیسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې به د ایران اقتصادي وده ۵.۴ سلنه وي او په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د اقتصاد وده ۵.۴ سلنه ده. چی په وروستیو کلونو کې بې ساری دی، دا په ۲۰۱۸ کال کې له برجام د امریکا له وتلو او د سپینې ماڼۍ له خوا د زیاتو فشارونو د سیاست له پلی کېدو راهیسې د ایران د اقتصاد لپاره تر ټولو ښه فعالیت ګڼل کېږی.
-
په اسلام او د خلکو په جمهور باندې اعتماد د ایران د پرمختګ عامل دی
Feb 24, 2024 11:58زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په اسلام او د خلکو په جمهوریت باندې اعتماد د ایران د پایدارۍ او د پرمختګ عامل وباله.
-
له ایران څخه ګاز اخیستل پاکستان ته ۵ میلیارډه ډالره ګټه لري
Feb 24, 2024 11:01ایرنا خبري اژانس د «جیونیوز» ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د پاکستان رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت تر سرحد پورې د ګازو د نل لیکې له جوړولو سره د موافقت لپاره د کابینې د انرژۍ د کمیټۍ فیصله د ګازو د ګډې پروژې په هکله په تیرو پینځلسو کلونو کښې تر ټولو ستره پریکړه وبلله او ویې ویل پاکستان به د ایران د ګازو د انتقال له نل لیکې څخه په ګټه پورته کولو سره د انرژۍ په لګښتونو کښې د پینځه میلیارډه ډالره سپمه کولو جوګه وي.
-
د ایران او د پاکستان هلال احمر ټولنې ملګرتیا زیاتوي
Feb 24, 2024 08:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیر مقدم» او د پاکستان د هلال احمر ټولنې مشر «سردار شاهد احمد لغاري» په خپلې کتنې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو پربنسټ د تهران او د اسلام اباد ترمینځ د تجربو د تبادلې په اهمیت ټینګار وکړ.
-
اسلامي ایران په روسیې هیڅ بلاسټیک توغندي نه دي پلورلي
Feb 24, 2024 07:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره په روسیې باندې د بلاسټیک توغندیو د خرڅولو په هکله د لویدیځو هیوادونو د ځینو رسنیو ادعا رد کړه او ویې ویل: تهران ځان د اوکراین او د روسیې جنګ ته له لمن وهلو ډډه کولو ته ژمن ګڼي.