-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د ونزویلا پر وړاندې د امریکا یرغل نړیوالې سولې ته ګواښ دی
Jan 03, 2026 11:51پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ونزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي یرغل په کلکه وغانده.
-
جې شنکر: له افغانستان سره پراختیایي او بشري مرستو ته دوام ورکوو
Jan 03, 2026 11:13د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي، افغانستان دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دی او اړتیا ده چې یو شمېر ستونزو ته يې جدي رسېدنه وشي.
-
نورې رسنۍ | صهیونیسټي سرچینه: اسراییل په لبنان کې د ځمکنیو عملیاتو د څېړلو په حال کې دی
Jan 03, 2026 10:45پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم کان شبکې اعلان وکړ چې اسراییل په لبنان کې د ځمکنیو عملیاتو د څېړلو په حال کې دی.
-
مجاهد: د ښه ګاونډیتوب له مخې مو پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله
Jan 03, 2026 10:10د افغان طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ښه ګاونډیتوب د تګلارې له مخې یې له پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله او ټینګار کوي چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
-
د حضرت علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
Jan 03, 2026 03:05نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۳یمه او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د رجب د میاشتې دیارلسمه نېټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام، حضرت امیر المومنین علي (ع) له نېکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
-
د ترکیې پولیسو ۳۲ افغان کډوال د فاضله موادو په ټانکر کې نیولي
Jan 03, 2026 03:02د ترکیې د دیاربکر ښار پولیسو ۳۲ افغان کډوال نیولي، چې د فاضله موادو د یوه ټانکر په پټو خونو کې پټ شوي وو.
-
په اشغال شویو سیمو کې بېسارې ناامني؛ «۲۰۲۵» د مرګ او کورني تاوتریخوالي کال و
Jan 03, 2026 02:57پارس ټوډی – یوې صهیونیستي ورځپاڼې د نتانیاهو پر کابینې په نیوکه کې لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ټرافیکي پېښو او جرمونو زیاتوالي، د اشغال شویو سیمو د ملکي وګړو ژوند ناامنه کړی دی.
-
په اوکراین کې د بېپیلوټه الوتکو جګړه؛ په خرسون کې ۲۷ کسان وژل شوي
Jan 03, 2026 02:55پارس ټوډی – د اوکراین او روسیې ترمنځ سخته هوايي جګړه روانه ده او روسي سرچینو د اوکرایني برید په پایله کې د پنځو ماشومانو په ګډون د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
-
زلزلې د مکسیکو د ولسمشرې وینا نیمګړې پرېښوده
Jan 03, 2026 02:50پارسټوډی– د ۶.۵ رېښتر په کچه یوې زلزلې د مکسیکو سوېل لوېدیځ ولړزاوه او د دغه هېواد د ولسمشرې وینا یې نیمګړې پرېښوده.
-
د روسیې او بېلاروس پر پولو د ناټو سره د مستقیمې نښتې خطر زیات شوی
Jan 03, 2026 02:46پارس ټوډی – یوه روسي چارواکي د سرحدي سیمو په شاوخوا کې د ناټو د پوځي تحرکاتو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت کولی شي د روسیې او ناټو تر منځ د مستقیمې نښتې لامل شي.