-
د آسیائي پارلیمانونو په غونډې کې د ایران درې وړاندیزونه تصویب شول
Jan 28, 2026 08:57پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت پارلماني پلاوي د آسیائي پارلمانونو د ټولنې په غونډې کې وتوانېد چې خپل درې سټراټیژیک وړاندیزونه د غونډې په وروستۍ اعلامیې کې ثبت کړي؛ هممهاله، د تهران دریځونه د غړو هېوادونو د پارلیمانونو له پراخ هرکلي سره مخ شول.
-
د مصر خارجه وزیر له عراقچي او ویټکاف سره ټیلیفوني خبرې وکړې
Jan 28, 2026 08:39د مصر د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو شخړو په هکله له خپل ایراني همرتبه او د مینځني ختیځ لپاره د امریکې له استازي سره، د ټیلیفون پر مټ خبرې اترې وکړې.
-
د حماس مشران له غزې نه وځي
Jan 28, 2026 08:11د حماس مشرانو د نیواکګرۍ تر پاې پورې د مقاومت د وسلې په ساتلو باندې په ټینګار سره وویل چې د حماس مشران له غزې نه وځي.
-
د پاکستان ولسمشر د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره وکتل
Jan 28, 2026 03:51د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د متحده عربي اماراتو له ولسمشر، شیخ محمد بن زاید النهيان، سره په ابوظبي کې وکتل.
-
بېل او ملیندا ګېټس بنسټ د افغانستان زلزلهځپلو ماشومانو او کورنیو سره ۶۰۰ زره ډالره مرسته وکړه
Jan 28, 2026 03:46د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) سره د ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه.
-
په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر یو زرو ۸۲۵ ته رسېدلی
Jan 28, 2026 03:33د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تازه معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر د ۴۳۵ سلنه زیاتوالي وروسته یو زرو ۸۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
-
بایډن د امریکا کې د معترضانو د وژل کېدو په غبرګون کې د خلکو د اعتراض غوښتنه وکړه
Jan 28, 2026 03:00د امریکا پخواني دیموکرات ولسمشر، جو بایډن، د مینهسوتا ایالت کې د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سیاستونو پر ضد د دوو معترضانو د وژل کېدو په غبرګون کې له خلکو وغوښتل چې د حکومت پر وړاندې ودرېږي، خپل مخالفت څرګند کړي او اعتراضونه وکړي.
-
د مالیزیا لومړي وزیر د منځني ختیځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ
Jan 28, 2026 02:56د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د منځني ختیځ د اوسني بېثباته وضعیت او د داسې شخړو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی چې کولی شي سخت نړیوالې پایلې ولري.
-
کییف: زلنسکي د پوتین سره د لیدنې لپاره چمتو دی
Jan 28, 2026 02:53د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، چمتو دی چې د ځمکنيو مسایلو او د زاپروژیا د اټومي برېښناکوټ د کنټرول په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
-
د عراق د الانبار ولایت کې د یوه انتحاري ترهګر نیول
Jan 28, 2026 02:47خبري سرچینو راپور ورکړی چې د عراق امنیتي ځواکونو په الانبار ولایت کې یو ترهګر، چې چاودېدونکې واسکټ یې اغوستی و، نیولی دی.