Apr 17, 2024 12:31 Asia/Kabul
  • د یوې پوښتنې بیا مطرح کېدل: ولې داعش د مقاومت له محور سره وجنګېد او له اسرائیلو سره نه؟

پارس ټوډې – د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د نامناسبو اقتصادي شرایطو او په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د چریکي ډلو د جوړولو له تجربې څخه په استفادې، په لوېدیځه آسیا کې د داعش په نوم یوه تروریستي ډله په روزل شوي او مسلکي چلند سره رامنځته شوه. دغې ډلې په عمل کې د مقاومت له محورونو، لکه عراق، سوریې، لبنان او ایران له ټولنو سره، چې موخه یې له لوېدیځې آسیا څخه د امریکا د پوځي پرسونل او پوځي اډو ویستل وو، جګړه پیل کړه.

څېړنې ښيي چې د فلسطينيانو په خلاف د اسرائيلو د جنايتونو دوام او پر لبنان او سوريې او د ايران پر قونسلګرۍ باندې له حملې وروسته، په سيمه کې د جنګ پراخولو ته د دغه رژيم لېوالتیا، د داعش له ترهګرې ډلې سره د هغوی د تخريبي چلند ورته والی، د ځینوکسانو  لخوا راپورته کېږي.  

دا مهمه فکري ننګونه اوس راپورته شوې، آیا اسرائیل غواړي چې د لوېدیځې آسیا د مقاومت د ویجاړولو پروژه بشپړه کړي؟ هغه پروژه چې وړاندې د داعش له لوري ترسره کېده.

همدا راز د ځینو مجازي فعالانو په منځ کې دا مشهوره پوښتنه راپورته شوې، چې ولې داعش په ظاهره اسلامي شعار  او د یوې ایډیالوژۍ په درلودلو سره، د اسرائیلو پر وړاندې چې د مسلمانانو پر ضد دي، یوه مرمۍ هم ونه ویشتله ؟

ولې هغه څه چې د شام او عراق د اسلامي دولت په نوم یادېدل، ځیني عربي هېوادونه لکه اردن او صهیونیسټي رژیم یې خپل هدف نه ګرځولو؟

د دې ډلې له خوا د خپرو شویو فلمونو څېړنه دا حقیقت په ډاګه کوي، چې دا ډله بې له شکه د فلمونو او رسنیزو کارونو په جوړولو کې تر ټولو مسلکي ترهګره ډله ګڼل کېدای شي. د خلکو د سوځولو یا وژلو صحنې، چې په مسلکي توګه فلم شوي، د هالیووډي فلمونو د صحنو یادونه کوي.

د داعش ترهګرې ډلې د وسایطو او تجهیزاتو ستره برخه

دا ډول صنحې مالي او رسنیز قدرت ته اړتیا لري چې یوازې د فلم او رسنیو د سترو شرکتونو له توانه پوره وه.

دا یعنې په مالي، سیاسي او رسنیز ملاتړ سره د داعش په وسیله د ترهګرۍ یوه نوې بڼه رامنځته شوې وه.

هغه نوې بڼه چې د ګډوډۍ  رامنځته کولو لپاره د القاعدې په څېر د ترهګرو ډلو بشپړول وو چې د استعماري ضد مقاومت د بهیر زیانمنولو ترڅنګ، په سیمه کې د ځینو قدرتونو د حضور لپاره یوه توجیه وي.

هیلاري کلنټون په خپل کتاب Hard Choices کې د نړۍ په ځینو سیمو کې د ګډوډۍ رامنځ ته کول، د رغوونکې ګډوډۍ په توګه یادوي. هغې په ​​یوه بله وینا کې اعتراف وکړ چې داعش د رغنده ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره، د امریکا یوه مفکوره او پلان دی. هغه وینا چې تل د ټرمپ لخوا پرې نیوکه شوې.

دغې ترهګرې ډلې، په سیمه کې د ترهګرو ډلو له پخوانیو موډلونو سره ډېر توپېرونه درلودل، که څه هم د دغې ډلې لپاره نوي ماموریتونه هم ټاکل شوي وو.

د عراق په نینوا ښار کې د داعش د بمباریو یوه بیلګه

که څه هم داعش په سیمه کې د القاعدې په څېر د تروریستي ډلو نمونې ته دوام ورکړی، ترڅو د پراخو سیاستونو او د امریکا شتون توجیه کړي. له دې سربېره، نړۍ ته د اسلام د کورنۍ پر بنسټ د دین د سخت تعریف په وړاندې کولو سره، د مسلمانانو پر وړاندې د سخت تاوتریخوالي ترسره کول توجیه کړي.

سربېره پردې، داعش په لوېدیځه آسیا کې د مقاومت په خبرو کې دوه مهم او ستراتیژیک هېوادونه په نښه کړل، چې په عربو او اسلام کې یې نفوذ درلود؛ د سوریې او عراق په نوم هېوادونه، چې بې له شکه لبنان او د سیمې ځینې هېوادونه او په پای کې ایران یې هدف وو.

په دې پېچلې طرحه کې څرګنده شوه چې سوريه چې د لوېديځې آسيا د مقاومت د محور د يوه اصلي ارتباط په توګه ده، بايد خپله انرژي په داخلي مسائلو او له ترهګرو ډلو سره په چلند کې مصرف کړي، څو د صهيونیسټي رژيم شاوخوا د ساتنې لپاره داسې چاپېریال رامنځته کړي، چې د لوېدیځ اصلي متحدوو، به په بشپړ امنیت کې وي.

د داعش رامنځته کول، د هغو پلانونو او پروګرامونو د بشپړولو لپاره وو، چې د نړۍ ځینو قدرتونو په ۲۰۰۰ کال کې د نوي منځني ختیځ په نوم ونومول، ترڅو د سیمې په جغرافیه کې بدلون راشي.

 په دغه پلان کې هغه هېوادونه وېشل کېدل، چې د امریکا د ګټو په مقابل کې یې مخالف دریځ درلود.

د ډېرو لپاره د حیرانتیا خبره دا وه، چې داعش ولې د اسلام په نوم مسلمانان وژني، خوله یهودي  صهیونیسټانو سره دښمنان نه دي.

د داعش یو پراخ اقدام، په عراق او سوریه کې د تاریخي جوماتونو او مذهبي زیارتونو ویجاړول وو.

 په حقیقت کې، د داعش په څېر ډلو په طرحه کې، دا اصل موجود وو چې له امریکا سره محور ته باید هېڅ زیان ونه رسېږي، له همدې امله، داعش په عراق، سوریه او کله کله په لبنان کې جګړې، ورانۍ او وژنې وکړې، خو د اسرائیلو په خاوره کې یې پښه پرې نه ښوده او نه یې د هغه په لور کوم ډز وکړ او نه هم په سیمه کې د هغې پر متحد اردن باندې.

په هرصورت، د داعش په رامنځته کولو او له هغې څخه پر ګټې اخیستنې حساب شوی وو، پرته له دې چې د مخنیوي عامل او هغه عوامل چې د داعش د جوړونکو ټول چلند او سیاسي چلند د یوې نوې معادل په توګه له منځه یوسي.

له همدې امله، له داعش سره د مقابلې لپاره نوې موډلونه د ایران د مقاومت او سیمه ایزو خبرو له نفوذ سره جوړ شول. په عراق او سوریه کې د مقاومتي ځواکونو په څېر ماډلونه، چې د دغو دوو هېوادونو له پوځونو او د لبنان د مقاومت له ځواکونو سره یوځای، د ایران په پوځي مشوره او د قاسم سلیماني په څېر مشهور قوماندانان، په دې وتوانېدل چې د تل لپاره د داعش جغرافیه له منځه یوسي.

که څه هم دا موضوع له هغه وخت راهیسې پرې ټینګار شوی چې د داعش د نسکورېدو او دایمي زوال لپاره، د دغې ترهګرې ډلې د فکري او ایډیالوژیکو بنسټونو له منځه وړل پکار دي، چې په ظاهره د ځینو اسلامي خو له امریکا سره متحد هېوادونو له لوري وړاندې کېږي. / د مهدي عزیزي له یادښت څخه اخیستل شوی، مهرنیوز

سردار قاسم سلیماني، د عراق او سوریې د ولسي مقاومت د ځواکونو ترڅنګ، د داعش پر وړاندې د مقاومت د محور اصلي قومندان

 کلیدي ټکي: داعش څنګه ډله وه، داعش څه شی دی، داعش څنګه له منځه ولاړ، د داعش قدرت، داعش او امریکا

ټیګونه