پاکستان کښې د رحمت اللعالمین ص کانفرنس جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107066-پاکستان_کښې_د_رحمت_اللعالمین_ص_کانفرنس_جوړیږي
زمونږ خبریال راپور ورکړی پاکستان کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د رحمت اللعالمین نړیوال کانفرنس جوړیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2021 12:05 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د رحمت اللعالمین ص کانفرنس جوړیږي

زمونږ خبریال راپور ورکړی پاکستان کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د رحمت اللعالمین نړیوال کانفرنس جوړیږي .

دغه نړیوال کانفرنس چې نن په اسلام اباد کښې د وحدت د اونۍ په مناسبت پیلیږي د مسلمانو هیوادونو د پارلمان استازي ، سفیران ، علما او محصیلین ګډون لري .

د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر ، ولسمشر عارف علوي او لومړی وزیر عمران خان به له ترتیب سره سم له لومړۍ(۱) ورځ څخه تر دریمې (۳)ورځې پورې په دغه نړیوال کانفرنس کښې ګډون وکړي .

اهل سنت د ربیع الاول د میاشتې دولسمه (۱۲) او شیعه مسلمانان د ربیع الاول د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې نیټه ګڼي .

د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه  چې په اسلامي دنیا کښې د وحدت منادي او چارجي و له دغه موضوع د اسلامي ډلو د نږدې کولو او د مسلمانانو د متحد کولو لپاره استفاده وکړه او د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې (۱۲)څخه تر اولسمې(۱۷) پورې ورځې یې د وحدت اونۍ ونوموله .