پاکستان هندوستان ته تاریخي ماتې ورکړه
(last modified Mon, 25 Oct 2021 06:22:21 GMT )
Oct 25, 2021 10:52 Asia/Kabul
  • پاکستان هندوستان ته تاریخي ماتې ورکړه

پرون د ټي ټوینټي ورلډ کپ په لړ کښې د پاکستان او هندوستان د لوبډلو وړومبۍ سیالي ترسره شوه

پاکستان د ټاس په ګټلو سره د هندوستان ټیم ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه خو د شاهین شاه آفریدي د زورور بالنګ په برکت په وړومبي اوور کښې د هند  یو بیټسمین(توپ وهونکی) آوټ شو. د شاهین شاه افریدي د ښه باولینګ له کبله د هند تکړه توپ وهونکي ژر وسوځېدل. شاهین، چې د لوبې غوره لوبغاړي شو، په ۴ اورونو کې یې د هند ۳ تکړه توپ وهونکي وسوځول.

د هند لپاره یوازې ویرات کوهلي ښه بیټنګ وکړ. ده ۵۷ منډې وکړې.

هند د اوو لوبغاړو د بایللو په بدل کې یوازې ۱۵۱ منډې جوړې کړای شوې خو پاکستان دا کمزوری هدف په اسانه پوره کړ. او بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي دا مسابقه په ۱۰ ویکټو او ۱۳ توپونو وګټله.

د پاکستان له خوا کپتان بابر اعظم او محمد رضوان د دغه هدف پوره کولو ترڅنګ په شل اووریزو لوبو کښې د رنز یا منډو د ترټولو ستر ریکارډ هم جوړ کړ.

د هند او پاکستان تر سیالۍ مخکې د سریلانکا او بنګله دېش مسابقه او نتیجه یې هم د توقع خلاف وه.

بنګله دېش د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۱ منډې کړې وې چې نسبتاً ډېرې منډې دي او د لوبې تر ډېره وخته تصور کېده چې سریلانکا به دا هدف پوره نه کړي خو سریلانکا د ۵ لوبغاړو د بایللو په بدل کې هدف پوره کړ او بنګله دېش یې مات کړ.

 

ټیګونه