پاکستان نيوزيلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه
(last modified Tue, 26 Oct 2021 23:41:03 GMT )
Oct 27, 2021 04:11 Asia/Kabul
  • پاکستان نيوزيلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو کې پرون دوې (2)لوبې وشوې چې لومړۍ هغه کې جنوبي افريقا وېسټ انډيز ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او دويمه لوبه کې پاکستان له نيوزيلنډ څخه په پنځو وېکټو وګټله.

پاکستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

 نيوزيلنډ لوبډلې پاکستان ته په ټاکلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

پاکستان ټاکلی هدف په ۱۹ اورو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

 

د سکاټلنډ لپاره ډېرل مېچل ۲۷، ډېون کانوای ۲۷ او لوبډلمشر کېن وېليسن ۲۵ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د پاکستان لپاره حارث روف ښه وځلېد او هغه  په څلورو اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.

 د ده تر څنګ شاهين شاه اپرېدي، محمد حفيظ او عماد وسيم يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

په توپ اچونه کې بيا د پاکستان لپاره محمد رضوان تر ټولو ډېرې (۳۳) منډې وکړې. د ده تر څنګ اصف علي ۲۷ او شعيب ملک ۲۶ منډې وکړې.

له دې بريا وروسته پاکستان د خپل ګروپ سر ته پورته شو.

جنوبي افريقا سکاټلنډ ته ماته ورکړه

جنوبي افريقا د پچې له ګټلو سره وېسټ انډيز ته منډو جوړولو بلنه ورکړه.

 وېسټ انډيز په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډې وکړې چې جنوبي افريقا په ۱۹ اوور کې د يوازې دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې.

د وېسټ انډيز لوبډله که څه هم د کاغذ پر مخ قوي لوبډله ده خو له ايون ليوس ۵۶ او لوبډلمشر کايرن پولارډ ۲۶ منډو پرته نور لوبغاړي د څه خاصو منډو په جوړولو ونتوانېدل.

د جنوبي افريقا انريک ارن په څلورو اورونو کې د يوې وېکټې او ۱۴ منډو په ورکولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.

 د ده تر څنګ ډواين پيتريوس ۳، کېشو مهراج ۲ او کګيسو رباډا يو لوبغاړی وسوځاوه.

په منډو جوړولو کې بيا د جنوبي افريقا لپاره اډين مکرم ۵۱، رسي ون ډر ډوسن ۴۳ او رېزا هېنرېکس ۳۹ منډې وکړې.

 

ټیګونه