پاکستان هم نمیبیا ته درنه ماتې ورکړه
(last modified Tue, 02 Nov 2021 17:48:37 GMT )
Nov 02, 2021 22:18 Asia/Kabul
  • پاکستان هم نمیبیا ته درنه ماتې ورکړه

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم د شل اووریز نړیوال کپ په روانو سیالیو کښې پرله پسې څلورم میچ وګټه

د ټي ټوینټي نړیوال کپ په سیالیو کښې نن هم دوه لوبې وشوې. وړومبۍ سیالي د وړومبي ګروپ د جنوبي افریقې او بنګله دیش د ټیمونو ترمینځ وشوه چې په کښې د بنګله دیش ټیم حتی ۱۰۰ منډې هم پوره نه کړې شوې او په نولسم اوور کښې ټوله لوبډله یوازې په ۸۴ رنز وسوځیده. په ځواب کښې د جنوبي افریقې په څوارلسم اوور کښې د څلورو لوبغاړو په بایللو سره دغه اسان هدف پوره کړ او دغه سیالي یې وګټله.

خو د دویم ګروپ د تکړه ټیم پاکستان او نمیبیا ترمینځ سیالي د پاکستان په بیټنګ سره پیل شوه او د محمد رضوان په ۷۹، د کپتان بابر اعظم په ۷۰ او د محمد حفیظ په چټکو ۳۲ منډو سره دغې لوبډلې د دوو وکټو په ورکولو سره ۱۸۹ منډې یا رنز جوړ کړل.

په ځواب کښې د نمیبیا ټیم هم ښه لوبه وکړه خو دغه ستر او سخت هدف یې ترلاسه نه کړی شو البته بیا یې هم د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۴ رنز جوړ کړل.

د ویلو ده چې پاکستان تراوسه د هندوستان، نیوزي لینډ، افغانستان او نمیبیا په شمول خپلو څلورو سیالانو ته ماتې ورکړې او له سکاټ لینډ سره یې سیالي پاتې ده.

افغانستان به هم سبا له هندوستان سره سیالي کوي.

 

ټیګونه