د افغانستان د طالبانو پلاوی بیګا اسلام اباد ته ورسېد
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی بیګا د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد احمد خان او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د افغان طالبانو پلاوي هرکلی وکړ.
په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا پاکستان ته د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي لومړنی سفر دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، په دې پلاوي کې د دوی د بهرنیو چارو، مالیې او تجارت وزیران او کاري ډلې شامل دي.
ښاغلي بلخي په سه شنبه ورځ ویلي وو، ''د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، ټرانزیټ، کډوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې چمتو کول د دې سفر هدف دی. ''
تمه کېږي چې طالب چارواکي به دې درې ورځني سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره وګوري.
همدا راز ویل کېږي چې امیر خان متقي به د ټرویکا هېوادونو د وزیرانو په ناسته کې هم ګډون کوي، کوم چي نن (پنجشنبې پر ورځ) اسلام اباد کې پیلېږي.
له دې نژدې درې اونۍ مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په ګډون د دې ډلې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.
طالبان داسې حال کې د سیمې له هېوادونو سره د یپلوماتیکو اړیکو لارې چارې لټوي، چې د افغانستان کې د بشري ناورین وېره څرګندېږي او دا وروستیو کې د خواړو د نړیوال سازمان مسوولینو ویلي، ۹۵ فیصده افغانان کافي خواړه نه لري.