د طالبانو په رسمیت پیژندل د نړیوالې ټولنې له فیصلې سره اړه لري
(last modified Sun, 12 Dec 2021 09:52:26 GMT )
Dec 12, 2021 14:22 Asia/Kabul
  • د طالبانو په رسمیت پیژندل د نړیوالې ټولنې له فیصلې سره اړه لري

تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د طالبانو د موقته حکومت په رسمیت پيژندل د نړیوالې ټولنې غږمله فیصله وبلله .

منصور احمد خان د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره له وروستیو کتنو وروسته وویل په افغانستان کښې د دغه حکومت په رسمیت نه پيژندل داسې موضوع ده چې د نړیوالې ټولنې له غږمله فیصلې سره اړه لري .

په افغانستان کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل موضوع دا ده چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه کوم وخت په مشوري غونډې کښې راغونډیږي او کوم وخت په سیمه او نړیواله ټولنه کښې په رسمیت د پیژندلو د کړچار په باره کښې غږملتیا رامینځته شي .

 

ټیګونه