پاکستان د افغانستان محصیلینو ته بورسیه ورکوي
(last modified Thu, 16 Dec 2021 06:20:32 GMT )
Dec 16, 2021 10:50 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان محصیلینو ته بورسیه ورکوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو له نوي موقته حکومت سره د مرستو د پکیج په لړ کښې د پاکستان حکومت فیصله کړي ده چې د افغانستان په زرګونو محصیلینو ته بورسیې ورکړي او دغه راز په کابل کښې د علامه اقبال پوهنتون یوه (۱) ودانۍ هم جوړه کړي .

په دې هکله د پاکستان د زده کړې او د حرفه ايي روزنې وزارت یولس (۱۱)اعشاریه دوه(۲) میلیارډه روپۍ بیلې کړي دي چې په جنګ ځپلي افغانستان کښې د زده کړې سیکوټر پیاوړی کړي .

د پاکستان د زده کړې وزارت د سرچینو په پراساس دغه یولس (۱۱)اعشاریه دوه (۲) میلیارډه روپۍ به د پاکستان په پوهنتونونو کښې د افغانستان درې زره (۳۰۰۰) محصیلینو ته د بورسیې یعني سکالرشیپ او په اسلام اباد کښې په مفت ډول  د افغانستان پینځه زره (۵۰۰۰) ښاریزو د مهارتونو د زیاتولو لپاره خرڅ شي او دغه پیسې به دغه راز د افغانستان یوسل پنځوسو (۱۵۰)معلمانو ته د روزنې او د سلو (۱۰۰) نرسانو د ډیپلومو د بورسیو او په کابل کښې د پاکستان د علامه اقبال پوهنتون د سیمه ییزې ودانۍ د جوړولو لپاره ولګول شي .

د پاکستان د زده کړې وزارت سرچینو وویل دغه وړاندیز د تصویبیدا لپاره لومړي وزیر عمران خان ته استول شوی دی .

تیره میاشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پاکستان له خاورې افغانستان ته د هندوستان د شیانو د ورتلو د اجازې په ورکولو سربیره له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره پینځه (۵) میلیارډه روپۍ بیلې کړي وې .

دغه راز د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون د افغانستان له پلاوي سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد به د افغانستان د پوهنتونونو په ډیجیټل کولو او د افغانستان محصیلینو ته په انلاین ډول د تدریس لپاره هم مرسته وکړي .

 

ټیګونه