د پاکستان خارجه وزیر چین ته لاړ
له دغه سفر سره په یووخت د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کې له چین سره دوه اړخیزه اړیکي پیاوړی او په ټولو شرایطو کې ازمویل شوي بللی او زیاته کړی یې ده چی د اسلام اباد او پیکنګ ستراتیجیکو اړیکو او مشارکت په ټولو شرایطو کې خپله ازموینه ورکړی اود سیمې په ثبات اوله هغه وراخوا عامل په توګه ظاهرې شوی دي .
د پاکستان خارجه وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره ویلی دی چی بلاول بوټو زرداری به چین ته په سفر کې له خپل چیني همڅنګ سره پراخې سلاو مشورې وکړي .
له دغه سفر سره په یووخت د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کې له چین سره دوه اړخیزه اړیکي پیاوړی او په ټولو شرایطو کې ازمویل شوي بللی او زیاته کړی یې ده چی د اسلام اباد او پیکنګ ستراتیجیکو اړیکو او مشارکت په ټولو شرایطو کې خپله ازموینه ورکړی اود سیمې په ثبات اوله هغه وراخوا عامل په توګه ظاهرې شوی دي .
له دي مخکي د پاکستان د نوي حکومت د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو له امریکايي چارواکو غوښتيوو چې د افغانستان د مسایلو په اړه يې هېواد سره د نوي تعامل فکر وکړي.
نوموړي له اسوشيتد پريس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې دا هم وويل، چې دواړه هېوادونه بايد د افغانستان د مسایلو په اړه ناندرۍ هېرې کړي.
نوموړي له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره خپله لومړنۍ لیدنه ستایلې او هیله بښونکې ګڼلې ده.
د پاکستان د نوي حکومت د بهرنيو چارو وزير پرته له دې، چې ملامت لوری په ډاګه کړي، ويلي چې د دواړو هېوادونو اړيکې د پاکستان د مخکيني صدراعظم عمران خان د حکومت پر مهال د افغانستان د مسايلو په سر ترينګلې شوې او واشنګټن پر اسلام اباد ملاحظې لرلې، خو دوی د دغو اړيکو بيرته رغول غواړي.
پاکستاني وزير دا هم ويلي، چې نړۍ دې د طالبانو د حکومت په اړه له خپلو نظرونو ور اخوا د افغانستان خلک له پامه نه غورځوي او بشري مرستې دې ورسره وکړي.
پاکستاني وزير له امریکا سره د افغانستان په اړه د خپلې نوې وړانديز شوې يا کيدونکې معاملې جزییات نه دي په ډاګه کړي.
پر پاکستان او امريکا دواړو د يو شمېر افغان منتقدینو تور دی، چې د افغانستان په جمهوري نظام یې د خپلو لویو ګټو لپاره مرموزه معامله کړې او دغه هېواد یې طالبانو ته سپارلی.