پاکستان په افغانستان کښې ټولشموله حکومت غواړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه په اسلام اباد کښې د پاکستان او د افغانستان د دیني علماو په ګډون سره په یوې غونډې کښې وویل په افغانستان کښې د طالبانو حکومت باید د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره په هیواد کښې بیلابیلو نظرونو او لیدتوګو ته پام وکړي .
محمد صادق په عین حال کښې وویل په افغانستان کښې د طالبانو حکومت له بیلابیلو چیلنجونو او سختیانو سره مخامخ دی .
له دې مخکې هم د پاکستان حکومت ویلي وو په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول کولای شي افغانستان د اسلام اباد په اعتماد وړ شریک بدل کړي .
طالبانو ډلې واک ته له رسیدا وروسته موقته حکومت جوړ کړی دی .
د ښځو د اساسي حقوقو تامینول ، د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل ، د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان له خاورې نه استفاده کیدل او په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولې وارمخکې شرطونه دي .