د پاکستان حکومت له تحریک طالبان ډلې سره د اوربند هرکلی وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د حکومت ویاند د افغانستان د طالبانو د حکومت په مینځګړیتوب سره له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د اسلام اباد د حکومت د خبرواترو له پیلیدا وروسته د لومړي ځل لپاره د سازباز د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د دواړو لورو د اقداماتو د تائیدولو په ترڅ کښې وویل د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د اوربند د ټینګولو هرکلی کوي.
خبري سرچینې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې ترمینځ د نامحدود اوربند خبر ورکوي.
د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې ترمینځ نامحدود اوربند د دواړو لورو د موافقې په معنا نه دی بلکې په کابل کښې د دواړو لورو د استازیو د خبرو اترو د دوام لپاره د ضروري فرصت رامینځته کول دي چې ویل کیږي مخ په وړاندې روان دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن مریم اورنګزیب په اسلام اباد کښې په خبري کانفرنس کښې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د نامحدود اوربند په هرکلي سره وویل د خبرو اترو ټول پړاونه او د هغه ماهیت د پاکستان د اساسي قانون پراساس ترسره کیږي او دغه هڅې او د هغه پایلې به د پاکستان د حکومت او د پارلمان په څارنې سره وي.
هغې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان ډلې ترمینځ د سازباز د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د افغانستان د طالبانو د حکومت د مینځګړیتوب په تائیدولو سره وویل د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکي د تحریک طالبان پاکستان ډلې له مرکچي پلاوي سره په ارتباط کښې دي او د پاکستان د مرکچي ټیم هر ډول فیصله به د پارلمان او د حکومت په تائید سره وي.
د پاکستان له تحریک طالبان ډلې سره د ساز باز خبرو اترو ته د اسلام اباد د حکومت غبرګون په داسې حال کښې دی چې د پاکستان اوه پنځوس کسیزه قبائیلي پلاوی چې څلور ورځې مخکې له دغه ډلې سره د خبرو اترو لپاره کابل ته تللی و اوس بیرته پاکستان ته ورستون شوی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون د قبایلي پلاوي د یوه لوړرتبه چارواکي په قول وویل د خبرو اترو بهیر مثبت جاجول کیږي خو د پاکستان د تحریک طالبان ډلې په غوښتنو باندې غور کول کابو دریو میاشتو ته ضرورت لري.