د پاکستان کورمه او سوات کې د امن لاریونونه شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتونخوا صوبې په کورمه او سوات سیمو کې سلګونو کسانو پرون د سولې او امن لاریونونه کړي دي.
دوی وايي دا لاریونونه یې د دې لپاره کړی چې په دې وروستیو کې دغو سیمو کې یو ځل بیا د وسله والو حضور او فعالیتونه ډېر شوې دي.
په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې دغو لاریونونو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې او د امن سپین بیرغونه یې پورته کړې دي.
د دغو لاریونونو ګډونوال د پاکستان له واکمنو غواړي چې د دوی سیمو کې سوله او امنیت وساتي او د وسله والو طالبانو د ورګرځېدو مخه ونیسي.
له دې سره هم مهاله د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د جنوبي وزیرستان په لدها، مکین او نورو سیمو کې د طالبانو د مختلفو ډلو ترمنځ د نښتو له کبله امنیتي وضعیت ترینګلی دی.
هغه زیاته کړې چې "ترهګرو پر سیمه منګولې ښخې کړې - یوه نوې جګړه تپل شوې ده".
د پاکستان د کورمې یوه ځايي فعال او هلته لاریون یوه جوړوونکي طفیل شاهین ویلي له څه مودې د دوی سیمو ته وسله وال طالبان ورګرځېدلي او 'جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (isi)هم خلکو ته ویلي چې له سیمې ووځي.
ښاغلی شاهین زیاتوي چې طالبان او ریاست دواړه خلک تنګوي خو ځايي اوسېدونکو پتیلې چې خپلې سیمې او کورونه به نه پرېږدي.
د نوموړي په وینا کورمه کې د یکشنبې ورځې لاریون کې له جمعیت علمای اسلام پرته د نورو ټولو ځایي ګوندنو غړو برخه اخیستې وه.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان هم د شنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا چارسده کې د خپلو پلویانو یوې سترې جلسې ته ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت باید په قبایلي سیمو او ملاکنډ کې د خراب امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.
خیبرپښتونخوا کې د هغه تحریک انصاف ګوند واکمن دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم سوات، ملاکنډ او شمالي وزیرستان کې دغو سیمو ته د پاکستاني طالبان د ورتګ پر خلاف لاریونونه شوي وو.