پاکستان کښې د مقدساتو د سپکاوي د قانون اصلاحیې ته غبرګونونه
(last modified Sun, 22 Jan 2023 03:10:23 GMT )
Jan 22, 2023 07:40 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د مقدساتو د سپکاوي د قانون اصلاحیې ته غبرګونونه

د مقدساتو د سپکاوي د قانون د بدلولو په هکله د پاکستان د پارلیمان وروستي اقدام او د مذهبي ډلو غبرګون، د دغه هیواد د بشري حقوقو د میشن اندیښنه راوپاروله.

ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي چې د دغه هیواد قومي اسمبلۍ(پارلیمان) په دې وروستیو کښې د جماعتِ اسلامي ګوند د استازي له خوا وړاندې شوې هغه لایحه تصویب کړه چې په کښې به د هغو مجرمانو سزا لازیاته شي چې د اسلامي مقدساتو سپکاوی کوي.

د مقدساتو د سپکاوي په قانون کښې په وروستیو اصلاحیې کښې، د محکومینو لپاره لږترلږه سزا ۱۰ کاله او زیات نه زیات به عمر قید وي، خو د پاکستان د بشري حقوقو کمیشن د دغې اصلاحیې په هکله اندیښنه څرګنده کړې او ویې ویل: دا ویره شته چې د تورنو کسانو لپاره غیرقابل ضمانت سزا د پاکستان د اساسي قانون د نهمې مادې له مخې د ښاریزتوب د آزادۍ د خلاف ورزۍ سبب شي.

په پاکستان کښې د شیعه ګوندونو په شمول ځینې مذهبي ډلې د مقدساتو د سپکاوي د قوانینو سختیدل د مذهبي اقلیت د ځپنې او یا د تفرقې د پروګرام د عملي کولو لپاره د افراط پالو یوه فرصت غوښتنه ګڼي.

د پاکستان مجلسِ وحدتِ مسلمین او د شیعه علماؤ شورا د پارلیمان له وروستۍ لایحې د برائت په اعلانولو سره وویل: د مقدستانو د سپکاوي د مخنیوي په پلمه د نورو مذهبي اقلیتونو ځپل یا ورڅخه انتقام اخیستل د هیواد د قانون څرګنده خلاف ورزي او د مقدساتو د سپکاوي له قوانینو څه په ډاګه ناوړه استفاده ده.

د پاکستان د شیعه مسلمانانو مشر د قومي اسمبلۍ دا کار جنجال جوړونکی وباله او هغه یې د امنې فضا د خرابولو لپاره د تکفیري او فرقه پالو ډلو کوشش یاد کړ.

په اسلام آباد کښې مشهور اهل سنت عالم مفتي ګلزار نعیمي هم د مقدساتو د سپکاوي په قوانینو کښې اصلاحیې ته په غبرګون کښې وویل: د دغې لایحې په تدوین یا تصویب کښې دومره بیړې ته هیڅ ضرورت نه و، حال دا چې د پاکستان د اسلامي آیډیالوجۍ د شورا په شمول له هیڅ دیني ارګان او د هیواد له دیني پوهانو سره هیڅ همفکري او مشوره هم نه ده شوې.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت ته بکار دي چې د تفرقه پالنې مخه ونیسي او د نورو مذهبونو او دیني اقلیتونو ملاحظاتو ته هم پام وکړي.

د پاکستان د بشري حقوقو د کمیشن مشرې حنا جیلاني هم د مقدساتو د سپکاوي په قوانینو کښې بدلون ته په غبرګون کښې وویل: په داسې حال کښې چې د دغې لایحې اعلان شوی هدف د فرقه پالنې کنټرولول دي خو دا ویره شته چې په هیواد کښې د مذهبي اقلیتونو او د نورو فرقو ځورونه زیاته کړي.

 

 

ټیګونه