د ورورولۍ او نزدېکت په پیغام سره د پاکستاني عالمانو پلاوی ایران ته راغی
(last modified Sun, 29 Jan 2023 03:14:11 GMT )
Jan 29, 2023 07:44 Asia/Kabul
  • د ورورولۍ او نزدېکت په پیغام سره د پاکستاني عالمانو پلاوی ایران ته راغی

د پاکستان تکړه شیعه سیاسي مشر او پوهاند حجت الاسلام محمد امین شهیدي ایران ته په سفر کښې د دغه ۴۰ کسیز پلاوي مشري کوي.

له جګ پوړو سني عالمانو او پوهانو جوړ د پاکستان د امتِ واحده ډلې غړي، د نزدې کونکو طرحو د پرمخ بیولو، د اسلامي مذهبونو ترمینځ د ورورولۍ د پياوړتیا او د روحانیت ټولنې ترمینځ د تعامل د څیړلو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت ته راغلي دي.

دا په تیرو څو کالو کښې ایران ته د پاکستان د مشهورو سني عالمانو وړومبنې ډله ایز سفر دی او ټاکل شوې چې په دغه یو میاشتني سفر کښې د ایران په قم، تهران او مشهد ښارونو کښې د پاکستاني شخصیتونو په شتون سره څیړنیزې غونډې او کانفرنسونه ترسره شي.

د پاکستان تکړه شیعه سیاسي مشر او پوهاند حجت الاسلام محمد امین شهیدي ایران ته په سفر کښې د دغه ۴۰ کسیز پلاوي مشري کوي.

د دغه پلاوي په غړو کښې لوړرتبه اهل سنت مفتیان، د علميه مدرسو مدرسان، لیکوان او دیني محققان او ځیني ادبي شخصیتونه شامل دي.

د ویلو ده چې د ایران او پاکستان اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ په اندازه پخوانی دي او په دې وروستیو کلونو کښې یې په مختلفو برخو کښې ډیره وده هم کړې ده.

 

ټیګونه