د ایران،پاکستان او چین ترمینځ  ریل پټلۍ،د سیمې د ترقۍ سبب کیږي
(last modified Wed, 01 Mar 2023 00:23:25 GMT )
Mar 01, 2023 04:53 Asia/Kabul
  • د ایران،پاکستان او چین ترمینځ  ریل پټلۍ،د سیمې د ترقۍ سبب کیږي

په ایران کې د پاکستان سفیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل پاکستان ته د ایران د ریل پټلۍ د بشپړولو لپاره هڅه کوو،ځکه  دغه پتلۍ  دایران ټرانزیټ  له ترکیې سره د پاکستان او چین  د صادراتو او وارداتو په چارو کې ډيرې آسانتیاوې برابرولی شي.

فارس خبری آژانس  راپور ورکړ، د امریکا له یواړخیز پالنې سره د مقابلې لپاره  داقتصادي ملګرتیاؤ د چورلیز د رامینځةکولو  او دنړیوال نظم دبدلون لومړنۍ غونډه د سفیرانو او پوهانو په ګډون سره دتهران  دنړیوال نندارتونو په مرکز کې ترسره کیږي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،په دغو دستورو کې په تهران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي پخپلو څرګندونو کې د ایران او پاکستان ترمینځ  اړیکو ته په اشارې سره  ووئيل، ددواړه هیوادونودترجیحی تجارت موافقه  سره لاسلیک کړې ده او د ایران مننه کوو چې د خنډونو په لیریکولو سره  اوس نوره د شیانو د صادراتو لپاره د ونډې په نامې سره هیڅ موضوع نشته.

 د پاکستان سفیر دې ته په اشارې سره چې  تهران او اسلام اباد ټاکل شوې ده ،ترجیجي  موافقه  د آزاد تجارت په موافقې بدله کړي، زیاته کړه ،  دایران او پاکستان د  ګیسو پایپ لاین د بشپړتیا په حال کې دی  او هیله مند یوو د سولې د پایپ لاین  مشکلات هم زر حل شي او  په نزدې وختونو کې ئې اجرائي کړئ شو.

 رحیم  حیات قریشي ووئيل ډیر خوښ او خوشخبت یوو چې  د  ایران په څير یو هیواد په ګاونډ کې لرو چې  د تیلو او  ګیسو د انرزۍ د سرچینو له نظره بډائ  دی او ډيرې اړتیا وې پوره کولی شي،مونږ همداراز  له ایرانه بریښنا واریدوو او په کال کې ممکنه ده دغه اندازه نوره هم زیاته شي.

په تهران کې د اسلام اباد سفیرد ایران دټرانزیټي کرښې په مهم بللو سره  او دا چې  ایران مینځنۍ آسیا او ترکیې ته د لاس رسي لپاره دسیمې په ټرانزیټي لارې کې یو ډير مهم هیواد د ی ووئيل،  مونږ  ایران  د ټرانزیټي لارې یو مهم ه یواد ګڼو او پاکستان پروګرام لري  له ایران  سره په ډول ډول پروژو کې پانګونه وکړي. 

Image Caption

 

ټیګونه