پاکستان کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه مړه شوي دي
Mar 18, 2023 01:47 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون سهار د خيبر پښتونخوا صوبې په کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې لس کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي، چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي.
ځايي چارواکو ویلي چې یاده اورلګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
ټیګونه