د پاکستان خلکو د تري منګل سیمې جنایت وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان خلکو په تیره بیا شیعه مسلمانانو د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې د خیبر پښتونخوا صوبې د پاره چنار سیمې په تري منګل کلي کښې د شیعه استادانو او د ډرائیورانو د وژلو د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.
په تیرې پنجشنبې ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د پاره چنار ښار په کابو پینځلس کلومیټرۍ کښې په تري منګل سیمه کښې په یوه ښوونځي کښې د منګل قوم د لسګونو وسله والو کسانو په حملې کښې د ښوونځي پینځه استادان او درې ډرائیوران ووژل شول.
ویل کیږې چې د ترې منګل سیمې منګل قبیلې په لسګونو وسله والو غړیو دغه استادان د ښوونځي په یوه کوټه کښې سخت ووهل او شکنجه یې کړل او بیا یې په ډزو سره ووژل او ډیر ظلمونه یې ورباندې وکړل.
د پاکستان سیاسي شخصیتونو او د شیعه ګوندونو فعالانو پرون په پلازمینې اسلام اباد او دغه راز په پیښور، لاهور، کراچۍ او کویټه ښارونو کښې په مظاهرو سره د تري منګل سیمې د منګل قوم د وسله والو کسانو لخوا د شیعه استادانو وژله چې د وحدت د له مینځه وړلو په هدف سره ترسره شوي ده وغندله.
د ویلو ده چې له دې وړاندې هم د پاره چنار سیمې د ګیدو کلي منګل قبیلې غړیو څو میاشتې مخکې د طوري قوم یولس غړي چې خپل پلارني غره ته تللي وو او لرګي یې راوړل په ډیر ظلم سره ووژل او تراوسه د هغه جنایت مسوول کسان نه نیول شوي او نه سزا ورکړل شوي ده.
د پاکستان د پاره چنار سیمې خلکو د حکومت او په تیره بیا د پوځ او د استخباراتي ادارو په ناکارندوالي سخته نیوکه کړي ده