پاکستان او افغانستان په اکاډمیکو ملګرتیاو ټینګار کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان او د پاکستان چارواکو د اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي نداء محمد ندیم د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کابل کښې وکتل.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر آصف دراني او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او نوموړي ته يې د نوي مسؤلیت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې هیله لرو ستاسو په ګمارل کېدو به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تحصیلي او اکاډمیکې اړیکې پراختیا ومومي.
همداراز سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ مذهبي او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
نوموړي د پاکستان له ځانګړي استازي سره په یاد هېواد کې د افغان محصلانو د وېزو په برخه کې د ستونزو د حل، د افغان ځوانانو لپاره د درې زره بورسونو پر ورکړې، د دواړو هېوادونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پر متبادلې همکارۍ او په ټوله کې د تحصیلي ډګر پر پراختیا او همکاریو یو له بل سره بحثونه وکړل.
همدارنګه د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په یادو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې شته ستونزې به حل شي، هغه زیاته کړه چې موږ پر یوه تعلیمي او تحصیلي میکانیزم کار کوو ترڅو افغان محصلانو ته لا ښې چوپړتیاوې چمتو کړو.