د پاکستان په باجوړ کې د ترهګریزې چاودنې پراخه غندنه او د هغې شننه
د پاکستان ولسمشر عارف علوي او د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډه کې ترهګریزه چاودنه وغندله.
دا ترهګریزه چاودنه چې پرون مازدیګر د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په باجوړ ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د غونډې په تالار کې وشوه، شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شول.
د پاکستان لومړي وزیر«شهباز شریف» د دغې ترهګریزې چاودنې په غبرګون کې اعلان وکړ چې ترهګر د اسلام د بدنامولو لپاره، هغه کسان چې د اسلام او قرآن په اړه خبرې کوي، په نښه کوي.
په همدې حال کې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په پاکستان کې د ترهګریزې چاودنې په غندلو سره، د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار وکړ، چې دغه ډول غیر انساني او جنایي کړنې به د عاملینو له مخ تورېدو پرته به بله کومه نتیجه ورنکړي.
په تېرو دوو کلونو کې چې په افغانستان کې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، دا مهمه پوښتنه راپورته کېږي چې آیا په پاکستان کې د ناامنیو او خونړیو پېښو زیاتوالی د افغانستان له سیاسي او امنیتي بدلونونو سره تړاو لري او که نه؟ په افغانستان کې د تحریک طالبان د ترهګرې ډلې د عناصرو د شتون په اړه، د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو وروستۍ څرګندونې او دریځونه، د دې ښکارندویي کوي، چې د دې پوښتنې ځواب مثبت دی او د اسلام آباد چارواکي لا هم د ترهګرو د بریدونو اصلي ځای افغانستان ګڼي. خو دا چې تر اوسه کومې ډلې د دې خونړۍ چاودنې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی، نو دا په پاکستان کې د ترهګرۍ یو له پیچلو پېښو څخه ګڼل کېدای شي. ځکه چې دا غونډه د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام د ګوند وه، چې ټولې ډلې یې درناوی کوي او د ده له افکارو او د هغه د دیني مدارسو پایلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» په پاکستان کې د ترهګریز برید د غندلو په ترڅ کې وویل: دا ډول جنایتونه په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دي.
د پاکستان د چارو کارپوه "فرجاد امين" په دې اړه وايي: "د جمعيت علمای اسلام په ګوندي غونډه کې چاودنه اسانه کار نه دی، ځکه چې د انساني تلفاتو له مخې پکې زيات شمېر چاودېدونکي توکي کارول شوي وو، چې د دغې غونډه ځای ته د دې توکو لېږدول ډېره پېچلې او حساسه موضوع ده، له دې امله د يوه مذهبي ګوند هغه هم د مولانا فضل الرحمن د ګوند په څېر په غونډه کې چاودنه بايد له پامه ونه غورځول شي، چې کولای شي امنيتي او سياسي پايلې ولري."
دا چاودنه په قبایلي سیمه باجوړ کې شوې، چې په هغو سیمو کې جمعیت علمای اسلام ښه ټولنیز مقام لري. له دې سره، په وروستیو کلونو کې، قبایلي سیمې د تحریک طالبان په څېر د ترهګرو ډلو په ځاله بدلې شوي دي. خو د باجوړ په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام د یوه مشر مولانا ضیاءالحق حقاني شتون، چې هغه هم په چاودنه کې ووژل شو، تر یوې اندازې د دې سترې چاودنې لپاره د ترهګرو انګیزه روښانه کوي. دا مسله په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د حقاني ډلې د رول په پام کې نیولو سره مهمه بلل کېدای شي.
د پاکستان د چارو کارپوه سروش امیري هم په دې اړه وايي: «بېلابېلې انګیزې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پراخېدو لامل کېدای شي، چې یوه یې د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو د ځواک او وړتیا ننګول دي. او د پاکستان په ائتلافي حکومت کې د مولانا فضلالرحمن حضور ته په پام سره، هم د کتنې وړ ده، چې د پاکستان حکومت ته یو ستر ګوزار بلل کېږي.
په هر صورت، د افغان طالبانو سره د تړلو عناصرو د له منځه وړلو ترڅنګ، د پاکستان د حکومت د اسلامي جبهې د کمزوري کولو هڅې هم، په باجوړ کې د طالبانو د مخالفو ډلو له خوا د چاودنې لامل او انګيزه کېدای شي، خو هغه چې مهم دې دا دې چې دا چاودنه د پاکستان په خاوره کې شوې او دا د پاکستان خاورې ته د افغانستان د سیاسي او ګوندي کړکېچ او ناامنۍ د انتقال نښه کېدای شي، چې په دې صورت کې د باجوړ چاودنه د د پاکستان حکومت او افغان طالبانو پر اړیکو ناوړه اغېزه کولای شي.