پاکستان کښې د پټرولو بیې تاریخي ریکارډ جوړ کړ
پاکستان کښې د پټرولو په شمول د تیلي محصولاتو قیمتونه څو ځلې له زیاتیدو وروسته د دغه هیواد په تاریخ کښې ترټولو لوړ حد ته رسیدلي دي.
د ایکسپرس نیوز خبري سایټ د خبر له مخې، په پاکستان کښې د عبوري حکومت له جوړیدو سره هممهاله، د پټرولو او ډیزلو په شمول د تیلي محصولاتو قیمت، په یوې میاشتې کښې په دویم ځل زیات شو.
د رپورټ له مخې، د پاکستان د مالیې وزارت د راتلونکو پنځلسو ورځو لپاره د تیلي محصولاتو د قیمتونو د زیاتولو په موخه یوه خبرتیا صادره کړې ده چې له مخې به یې د پټرولو په هر لیټر قیمت کښې اولس نیمې ۱۷.۵ روپۍ او د ډیزلو په قیمت کښې به ۲۰ روپۍ زیاتوالۍ راشي.
د پاکستان د حکومت له دې اقدام وروسته د هر لیټر پټرولو بیه ۲۹۰.۴۰ روپۍ ټاکل شوې چې د دې هیواد په تاریخ کښې یې مخینه نشته.
د پاکستان د موقته حکومت د پریکړې له مخې، د ډیزلو قیمت هم خپل ترټولو لوړ حد ته رسیدلی او په هر لیټر کښې د شلو روپیو په زیاتوالي سره ۲۹۳.۴۰ روپۍ اعلان شوی دی.
په پاکستان کښې د تیلو او ګیس له سخت کمي باوجود، (د صلحې پایپ لاین) په نامه له ایرانه پاکستان ته د ګیس رسونې پروژه چې د پاکستان لپاره ډیره مهمه ده، په اسلام آباد باندې د امریکې په شمول د بهرنیو قدرتونو په دباؤ سره لاهم نه ده عملي شوې.