د پاکستان په کرمې سیمه کښې جنګونه اوس هم دوام لري
(last modified Sun, 29 Oct 2023 08:55:05 GMT )
Oct 29, 2023 13:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کرمې سیمه کښې جنګونه اوس هم دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کښې د طوري او د منګل قومونو ترمینځ سخت جنګونه اوس هم دوام لري او دواړه لوري د درنو او د سپکو وسلو بریدونو ته دوام ورکړی.

د ویلو ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کښې د پاره چنار سیمې په یوه ګاډي باندې د منګل قبیلې په حملې کښې یو تن چې په قطر کښې له څلور کاله مسافرۍ وروسته راغلی و  ووژل شو او دوه نور کسان ژوبل شول.

دغه راز د کرمې ایجنسۍ د بګن چارخیل سیمې ته نږدې د حکومتي ملیشا ځواکونو په شتون سره د منګل او سني قبایلو یوشمیر وسله والو کسانو د طوري قوم د  ګاډو په کاروان ډزې وکړې چې له کبله یې د طوري قوم شپږ کسان ووژل شول او یوشمیر نور ژوبل شول.

حکومتي ملیشا ځواکونو په وسله والو کسانو هیڅ ډول ډزې ونکړې او یوازې تماشه یې کوله.

دغه راز اوس د کرمې ایجنسۍ په پیواړ، بغکي او نورو سیمو کښې جنګونه روان دي.

حکومت په کرمې ایجنسۍ کښې د ټروریسټانو چې تل د سیمې امنیت خرابوي په نیولو او سزا کولو کښې ناکامه دی.

له تیرو څو ورځو راهسې پاره چنار ته تلونکي لارې په کامل ډول بندې  دي او هلته خوراکي شیان او درمل نه ورځي او بریښنا او ټیلي فونونه هم غوڅ شوي دي چې د خلکو مشکلات یې ورزیات کړي دي.

د پاکستان ټولو رسنیو د پاره چنار د شیعه مسلمانانو بې ګناه وژل کیدا ته هیڅ ډول پوښښ او کوریج نه ورکوي او چوپتیا یې غوره کړي ده.

د پاره چنار ځايي خبریالان هم چوپ دي او هیڅ خبره نه کوي ځکه چې هغوې په خپلو شخصي ګټو پسې دي.

ویل کیږي چې تراوسه په دغو جنګونو کښې د طوري او د منګل قبیلو کابو دیرش کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

Image Caption

 

 

ټیګونه