له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو
په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.
آسوشییټډپرېس د ټيټيپي د ویناپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د دوی موخه د پاکستان پر امنیتي او پوځي ځواکونو دباو دی.
ورته مهال داسې اندېښنې شته چې په دغه هېواد کې به نورې وسلهوالې ډلې پر ټاکنیزو غونډو بریدونه وکړي.
په پاکستان کې پر ټاکنیزو غونډو بریدونه بې مخینې نه دي. د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره بېنظیر بوټو په ۲۰۰۷ کال کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د راولپنډۍ په پادګان ښار کې په یوې چاودنه کې ووژل شوه.
په پاکستان کې امنیتي اندېښنو داسې مهال زور اخیستی چې تېرو دوو کلونو کې دا هېواد د ډېرو ناارامیو او وسلهوالو بریدونو شاهد وو.
پاکستانیان به د روان کال د فبرورۍ پر ۸مه د دغه هېواد په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره رایه ورکړي.