Mar 01, 2024 16:23 Asia/Kabul
  • د مسلم لیګ نواز شریف ګوند نوماند د پاکستان د ولسي جرګې مشر وټاکل شو

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند نوماند سردار ایاز صادق د درېیم ځل لپاره د پاکستان د قومي اسمبلۍ یا ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو.

 د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې؛ د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د مسلم لیګ نواز ګوند نوماند ایاز صادق له ۲۹۹ وټونو څخه ۱۹۹ رایې تر لاسه کړې، خو د عمران خان اړوند تحریک انصاف ګوند بیا یواځې ۹۹ څوکۍ وګټلې.

د پاکستان د پیپلز او مسلیم لیک ګوند ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې شهباز شریف د یاد هېواد د لومړي وزیر او اصف علي زرداري د یاد هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

 

 

ټیګونه