Mar 04, 2024 15:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان د لومړي وزیر ټاکنه او په وړاندې یې پرتې ننګونې

"شهباز شریف" د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې اعلان وکړ چې اسلام اباد به له ایران سره اړیکې پیاوړې کړي.

شهباز شریف ژمنه وکړه چې د پاکستان نوی حکومت به سخت کار وکړي او هدف یې دا دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په ۲۰ ډله هېوادونو کې شامل شي.

شهباز شریف په داسې حال کې پارلیمان ته د وزیراعظم په توګه معرفي شو چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز دواړو ګوندونو پرې موافقه کړې وه او هغه په ​​دې وتوانید چې د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیال "ایوب خان" ته چې د تحریک انصاف له خوا نوماند شوی و، ماتې ورکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف د وینا محتوا او موضوعات ښیي چې هغه او د هغه حکومت هوډ لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په پاکستان کې د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو یو نوی باب پرانیزي چې د پاکستان او سیمې خلکو ته هیلې پیدا شي.

که د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه د پرمختګ پر لور حرکت وکړي نو دا به په سیمه کې د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.

"علي زاهدي" چې د سیمه ییزو مسایلو کارپوه دی، په دې اړه وايي: د پاکستان د نوي حکومت د سیاستونو د عملي کولو لپاره د شهباز شریف اعلان شوې تګلارې ډېرې ښې او هیله منې دي، خو د هر اقتصادي پروګرام اجرا جامع لید او د امنیت ثبات ته اړتیا لري.

په همدې حال کې پاکستان له داخلي او سیمه ییزو امنیتي ننګونو سره مخ دی چې د شهباز شریف حکومت باید د هر پروګرام د عملي کولو لپاره لومړی باید هغه له منځه یوسي.

د زیاتې پانګونې د راجلبولو په اړه د پاکستان د صدراعظم ژمنه ښیي چې شهباز شریف د دغه هیواد د کمزوریو او قوتونو په سم درک کولو سره د ستونزو د حل او د اقتصادي جوړښتونو د پیاوړتیا هڅه کوي.

که څه هم هغه په ​​ټولو صوبو کې د صادراتي کړکیو د جوړولو او د ښځو لپاره د کارموندنې لپاره د اړین پلاتفورم رامینځته کولو په ګډون خپل پراخ پروګرامونه وړاندې کړل، خو د دې پروګرامونو پلي کول په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د ښه کولو له ننګونو سره مخ دي.

د اسلام آباد د چارواکو په وینا، یو ډیر مهم کړکیچ زیږونکی عنصر یعنې تحریکِ طالبان، په افغانستان کښې دیره دی.

که څه هم افغان طالبان دا موضوع ردوي، خو واک ته د شریف کورنۍ له راستنېدو د طالبانو هرکلي ته په پام سره داسې ښکاري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره یو مناسب پلیټ فارم جوړ شوی دی.

په عین حال کې، د پاکستان د اقتصاد تر ټولو مهم پلیټ فارم او چلوونکی، انرژي، په ځانګړې توګه ګیس دی. که څه هم د پاکستان موقت حکومت د پاکستان په خاوره کې له ایران څخه د ګازو د انتقال د پایپ لاین د بشپړولو پلان تصویب کړ، خو د هغې جدي تطبیق د پاکستان د نوي حکومت په پرېکړې او ارادې او له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د شهباز شریف په ژمنې پورې اړه لري. د ایران اسلامي جمهوریت هم د دې پروژې د عملي تطبیق لپاره د شهباز شریف ژمنې ته هیله مند دی.

په هر صورت، پاکستان له ګڼو داخلي ننګونو سره مخ دی، چې په کې اقتصادي ستونزې، انرژي، ترهګري، د پوهنې او روغتیا په برخه کې پرمختګ او د ناقانونه کډوالو راتګ هم شامل دی.همداشان په سیمه ایزه او نړیواله سویه هم له امریکې سره د اړیکو په شمول له ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان دی.

د هغه ځواکمن اتحاد له مخې چې د دوو مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند په پارلېمان کې جوړ کړی دی، داسې ښکاري چې شهباز شریف او د هغه حکومت به وتوانیږي شي چې د واقعیتونو پر بنسټ د تګلارې او پروګرامونو په خپلولو سره پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې له منځه یوسي.

د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو حلقو هرکلی د پاکستان د وزیراعظم په څوکۍ باندې د شهباز شریف د بریالیتوب او د دغه هیواد له حکومت سره د ملګرتیا او مرستې لپاره د ضروری سیمه ایزو او نړیوالو شرایطو د شتون په خاطر دی او  پاکستان د پرمختيايي پروګرامونو د تطبيق او د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې به د دغه هیواد مرسته وکړي.

داسې ښکاري چې شهباز شریف د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پاکستان د حکومت له هوډ او جديت سره سره، اړتیا لري چې د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې له امریکا څخه خپلواک دریځ غوره کړي.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

   

 

ټیګونه